Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: له هرو څلورو افغانانو يو کس له شدید رواني فشار سره مخ دی

عامې روغتیا وزارت: له هرو څلورو افغانانو يو کس له شدید رواني فشار سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

د عامې روغتيا وزارت او ملګرو ملتونو چارواکي په ورکشاپ کې سره راټول شوي، ترڅو د رواني ناروغيو په اړه د ځينو موندنو د خپرولو ترڅنګ په دې هم بحث وکړي چې څنګه په دې برخه کې عدالت غوښتنه او د رواني ناروغيو مخنيوي لپاره پلان جوړ کړي.

عامې روغتیا وزارت موندلي چې اوس‌ مهال د ټول هېواد په کچه په هرو ۴ کسانو کې يو هغه يې له شديد رواني فشار سره مخ دی. دوی د ملګرو ملتونو په شمول له نړيوالو غواړي چې پر رواني ناروغيو د اخته کسانو په درملنه کې همکارۍ لا زياتې کړي.

د عامي روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین محمد حسن غیاثي وايي: « د نړۍ په کچه شاوخوا ۴۵۰ میلیون تنه په رواني ناروغیو اخته دي او دا د نړۍ په کچه د ناروغیو ۱۳ سلنه تشکیلوي. له هرو څلورو تنو یو تن د خپل عمر په اوږدو کې له رواني اختلالونو ځورېږي. ټول هېوادونه باید د دې واقعیت په درک کولو سره ګډه همکاري او پانګونه ولري.»

چارواکي که څه هم په وروستيو کالونو کې د رواني ناروغانو شمېر نه په ډاګه کوي، خو د ۲۰۱۸ کال د موندنو له مخې وايي،۵۰ سلنه افغانان پر رواني ناروغيو اخته دي او اقتصادي ستونزې، کډوالي او تېرې جګړې يې لاملونه بولي.

د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا آمر وحیدالله افغان وايي: « هغه ټولنه چې ماشومان او ځوانان یې ذهنا ً سالم وي، راتلونکی یې باثباته، پیاوړی او خوشاله وي. له بده مرغه زموږ ماشومان او ځوانان له بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي او رواني فشارونو سره مخامخ دي. دا ډول سروې له موږ سره مرسته کوي چې د هغوی اړتیاوې په عملي او دقیق ډول وپېژنو.»

ملګرو ملتونو هم پر رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېرې راټولې کړې او له مخې يې پر يادو ناروغيو اخته ۹۵ سلنه ماشومان له روغتيايي خدمتونو بې برخې بولي.

د دې سازمان د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) د معلوماتو له مخې، پر رواني ناروغيو اخته يو شمېر کسان د بېوزلۍ، ننګ او ټولنيزو محدوديتونو له امله هم له درمنلې پاتې دي او ياد صندوق يې په درملنه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي مرستياله اندریا جیمز وايي: « په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات ماشومان د بېلابېلو لاملونه له کبله له رواني ستونزو او فشارونو سره مخ دي. فقر، کډوالي او محدودیتونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې پر رواني ناروغيو د اخته ماشومانو شمېر ډېر شي. په دې هېواد کې ۹۵ سلنه ماشومان چې له رواني فشار کړېږي، له رواني روغتیایي چوپړتیاوو بې برخې دي او موږ ژمن یو چې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو او لویانو درملنه وکړو.»

ځيني ماشومان چې تازه له رواني ناروغيو رغېدلي وايي، نړۍ دې په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په درملنه کې پوره همکاري وکړي.

له رواني ناروغۍ رغېدلی مروان شېرزاد وايي: « ماشومان او ځوانان اړتیا لري چې خوندي ځایونه ولري، ترڅو خبرې، زده کړې او لوبې وکړي.»  

ډاکټران وایي، پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر له رسمي خپرو شویو شمېرو ځکه ډېر دی چې په خبره یې، پرې اخته ځيني کسان د خپل درک له مخې د رواني ناروغيو د درملنې مرکزونو ته مراجعه نه کوي او ځان نه په کې ثبتوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist