Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

له نږدې پنځو کلونو وروسته بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې د پولیو د درېیو مثبتو پېښو ثبت کېدو سره یو ځل بیا هرات کې د دې ویروس خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

تازه د هرات روغتیایي مسوولان وایي، په پام کې ده د دوشنبې په ورځ د هرات ښار ۱۵ ناحیو او انجیل ولسوالۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین پیل شي. چاراکي وايي، په دې څلور ورځني کمپاین کې به شاوخوا ۳۰۴ زره له پنځو کالو کوچنیو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.

د هرات عامې روغتیا مرستیال غلام محمد حنیفي وايي: « کوم کمپاین چې ټاکل شوې دوشنبه پیل شي او تر پنجشنبې ادامه ولري، په کې به د هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې ۳ سوه ۴ زره تنو تر پنځو کالو کوچنیو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.»                    

په ورته وخت کې د هرات سیمه ییزې ادارې چارواکي وایي، د فلج کوونکي ویروس په اړه د دیني عالمانو، د ګذر وکیلانو او رسنیو له لارې د پوهاوي پروګرام پیل شوی. دوی زیاتوي چې اوس د امنیت ښه کېدو سره، د هرات په لرې پرتو سیمو کې هم د واکسین د تطبیق زمینه برابره شوې او باید د ماشومانو د واکسین روغتیایي ګټو په اړه عامه پوهاوی زیات شي.

‍ د هرات د حج او اوقافو ریاست د جوماتونو آمر عبدالوهاب رحماني وايي: « تېره جمعه د حج او اوقافو ریاست له خوا ټولو علماوو او خطیبانو ته مکتوب واستول شو، ترڅو د پولیو واکسین موضوع د معابرو له لارې خلکو ته ورسول شي.» 

بله خوا، د هرات اوسېدونکي هم ګاونډیو ولایتونو کې د پولیو درېیو مثبتو پېښو ثبت کېدو څخه په اندېښنې سره ټینګار کوي چې خلک او حکومت دې په ګډه د دې ویروس له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

د هرات اوسېدونکی محمد ناصر وايي: « د پولیسو واکسین د ماشومانو لپاره ډېر اړین دی. کورنۍ باید همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسینولو ته راولي.»

د هرات اوسېدونکی سلطان احمد وايي: « د بادغیس او فراه ولایتونو خلک هم باید په دې کمپاین کې ونډه واخلي، ترڅو ټول ماشومان له دې ناروغۍ وژغورل شي. باید د لرې پرتو ځایونو خلک هم همکاري وکړي، ترڅو دا پروسه بریالۍ شي.»         

که څه هم په تېرو شاوخوا پنځو کالو کې په هرات کې د ګوزڼ ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې د درېیو مثبتو پېښو له ثبت کېدو وروسته په هرات کې د دې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې را ولاړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist