Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د زلزلې له امله بېځایه شویو ترمنځ ناروغۍ خپرې شوې

ننګرهار کې د زلزلې له امله بېځایه شویو ترمنځ ناروغۍ خپرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

خیرګل د ننګرهار دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نږدې میاشت  وړاندې یې په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله کور ویجاړ شوی او اوس په خېمه کې ژوند تېروي.

دی وايي، تر زلزلې وروسته يې ماشومانو ته بېلا بېلې ناروغۍ پيدا شوې دي. د ده په خبره، ماشومان یې د نورو ناروغیو په پرتله له نس ناستي او د سترګو له ناروغیو  ډېر ځوريږي.
د دره نور ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وايي: « زما ماشومانو ته د ستوګو ناروغۍ، اسهال او د نم له امله نورې ناروغۍ پیدا شوې دي؛ ځکه موږ دلته په پټیو کې خېمې درولې دي. موږ غوښتنه کوو چې دلته روغتیايي ټیمونه راشي او اړین خدمات وړاندې کړي.»

خیرګل د خپرو شویو ناروغیو په تړاو دغه راز وايي،  په دوامداره توګه خېمو کې ژوند کولو له امله د روماټېزم په څېر نورو ناروغیو د پيدا کېدو وېره هم شته. دی له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو د دایمي سرپناه جوړولو غوښتنه کوي.
خیرګل په دې اړه وايي: « موږ غوښتنه کوو چې د ژمي له راتګ  څخه وړاندې زموږ د کورونو بندوبست وشي او راته جوړ شي؛ ځکه دلته له میزان میاشتې وروسته هوا سړېږي، بارانونه او واورې اورېدل پيل کېږي.»

په همدې حال کې د دره نور ولسوالۍ روغتیايي مسوولین هم په دې سیمه کې د تازه ناروغیو خپرېدل تاییدوي خو وايي، اوسمهال د دغو ناروغیو د مخنیوي او د زلزله ځپلو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ثابت او ګرځنده روغتیايي کلینیکونه فعالیت کوي.

د دره نور ولسوالۍ د روغتیا مسول ډاکټر رفیع الله حماد وايي: « دلته اوسمهال د بېلابېلو موسسو ګرځنده ټیمونه شته دي، فعال دي او په ساحه کې کار کوي. دوی ته ساحې وېشل شوې دي او هره ورځ خپلو ساحو ته ورځي. همدارنګه له وزارت څخه هم ټیمونه راغلي او ریاست ته یې ډاډ ورکړی چې د ثابتو روغتیايي کلینیکونو او ګرځنده ټیمونو شمېر به زیات کړي، ترڅو خلکو ته اړین خدمتونه ورسېږي.»

دا یوازې خیرګل نه دی چې تر زلزلې وروسته یې د کورنۍ غړي په ناروغیو اخته شوي بلکې د دره نور ولسوالۍ په ګډون د کونړ زلزله ځپلې کورنۍ هم  له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو  د دایمي سرپناه سربېره، په روغتیايې برخه کې د عاجلو خدمتونو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist