Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د تېرو زلزلو له امله ګڼ خلک په رواني ناروغیو اخته شوي

کونړ کې د تېرو زلزلو له امله ګڼ خلک په رواني ناروغیو اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

سید محمد چې د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار درې اوسېدونکی دی او د تېرو زلزلو له امله یې کور ویجاړ شوی، اوسمهال د زلزله ځپلو په لنډمهاله مېشت غالي یا کمپ کې اوسېږي.

دی وايي، د تېرو زلزلو له امله یې د کورنۍ غړي په رواني ناروغیو اخته شوي دي. هغه د خپلې کورنۍ د غړیو کیسه کوي او وايي، اوس هم د شپې ناوخته په غیر شعوري ډول چغې وهي او د زلزلې ډار احساسوي.

د زلزلې له امله زیانمن شوی سید محمد وايي: « ماشومان مې د شپې ناوخته له خوبه پاځي، چغې وهي چې پلاره زلزله ده، هله چې له کوټې لاندې کېږو. کله چې په کمپ کې کوم موټر هم چالان شي یا حرکت وکړي، زما ماشومان د وېرې احساس کوي.»

د ده په خبره، داسې وحشتناکه او قوي زلزله یې نه وه لیدلې او زیاتوي چې د تېرې  زلزلې له امله په دې لنډمهاله کمپ کې پرات نږدې ټول خلک له رواني ستونزو کړیږي.

سید محمد په دې اړه زیاتوي: « زله له ۴۵ تر ۵۰ کالو عمر لرم. دا ډول زلزله او عذاب ما کله هم نه و لیدلی. یوه لور مې اوس هم روغتون کې بستر ده، که څه هم خوږ شوې نه ده، خو سخته وېرېږي او دماغي تکلیف ورته پيدا شوی.»

په همدې حال کې د رواني ناروغیو متخصصین وايي، د طبعي افتونو له پېښېدو وروسته زیانمنو شويو خلکو کې د رواني ناروغیو د پیدا کېدو چانس ډېر وي. د دوی په خبره،  اوس باید د کونړ زلزله ځپلو کمپونو کې د رواني روغتیا ځانګړي مرکزونه فعال شي.

د رواني ناروغیو متخصص توریالی احساس وايي: « کونړ کې چې کوم کلینیکونه جوړ شوي، باید کارکوونکو ته یې د رواني ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شي. موږ په دې برخه کې همکار یو او غواړو چې د دولت په همکارۍ دغه روزنه ورکړو، ترڅو زلزله ځپلي له رواني حالت څخه را و ایستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په کونړ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شویو لنډمهاله مېشت غالو کې د نورو ناروغیو د درملنې له مرکزونو سربیره، د حکومت او مرستندویه روغتیايي موسسو له لوري د رواني روغتیا مرکزونه هم فعال شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist