Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې ۱۲۳ روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي او وسایل وېشل کېږي

هلمند کې ۱۲۳ روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي او وسایل وېشل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

د یونیسف په مالي ملاتړ او د ریلیف نړیوالي موسسې په تخنیکې ملاتړ د هلمند ولایت د نږدې ټولو ولسوالیو ١٢٣ روغتیایې مرکزونو ته طبي توکي او وسایل وېشل کېږې.

په دغو وسایلو کې ١٦ موټر سایکلونه، د عملیاتونو مېزونه او د مانیټرونو په ګډون یو شمیر نور اړین طبي توکي موجود دي.

د ریلیف نړیوالې موسسې مسوول فهیم الدین فهیم وايي: « تقریبا ً ۳۶ قلمه توکي پېرل شوي چې اړتیا ته په کتو به په ټولو روغتیايي مرکزونو ووېشل شي. د مثال په توګه، د جراحۍ عملیاتو مېز او د انستېزي ماشین روغتونونو ته ځانګړي شوي او د ولسوالیو روغتونونو ته ورکول کېږي؛ مګر ځینې داسې وسایل دي چې موږ یې ۱۲۳ مرکزونو کې د هغوی اړتیاوو ته په کتو ورکوو. د دغو وسایلو مجموعي لګښت له ۸.۵ تر ۹ میلیونه افغانیو دی.»

د هلمند سیمه ییز مسوولین روغتیایي مرکزونو ته د یادو طبي وسایلو وېش خورا مهم ګڼي او په یاده برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

د هلمند ولایت مقام استازی حبیب الرحمن ممتاز وايي: « امارت لګیا دی چې ولس ته هر اړخیز خدمتونه وړاندې کړي؛ که دا انکشافي برخه وي، که ستونزې یا اصلاحات. امارت تر اوسه توانېدلی چې په خپله داخلي بودیجه د ولس اقتصادي ستونزو ته حل لارې پيدا کړي.»

د هلمند د عامې روغتیا ریاست ځای ناستی سردارمحمد قاصد وايي: « ځینې ستونزې وې، خو د عامې روغتیا وزارت له خوا د یونیسف او نورو مرستندویه ټولنو په ملتیا ورته رسېدنه شوې. دلته ځینې طبي تجهیزات پېرل شوي او ټولو کلینیکونو ته به ورسول شي.»

د هلمند اوسېدونکي په دې ولایت کې روغتیایي اړتیاوو ته په کتو وایي، یادې مرستې دغو مرکزونو ته بسنه نه کوي او له مسوولینو د لا زیاتو روغتیایي خدماتو ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د هلمند اوسېدونکی مولوي اقا محمد وايي: « موږ د دې کار لپاره له دوی مننه کوو، خو لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ، هلمند ډېره پراخه اراضي او ګڼ نفوس لري، ولسوالۍ یې له مرکز لرې دي او دا وسایل ورته ډېر کم دي.»

د هلمند یو بل اوسېدونکی لعل محمد وايي: « دا طبي توکي ډېر ښه دي، خو د هلمند لپاره بسنه نه کوي. زما په نظر، شاید ۱۰ په ۱۰۰ کې ستونزې حل کړي، خو موږ غوښتنه کوو چې دا ډول طبي سامانونه نور هم هلمند ته راوړل شي.»

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې شاوخوا ٣٠٠ روغتیایي مرکزونه شته چې چارې یې د حکومت او موسسو له لوري پرمخ وړل کېږي.

د مالوماتو له مخې  د پخوا په پرتله ٤٠ سلنه روغتیایي خدمات زیات شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist