Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سره میاشت: تېر کال د زړه سوري ۱۴زره ناروغانو درملنه شوې

سره میاشت: تېر کال د زړه سوري ۱۴زره ناروغانو درملنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/31

د حکومتي ادارو د یو کال لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د چهارشنبې پر ورځ د سرې میاشتې ټولنې خپل راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي، تېر کال يې د هېواد پر کچه پر څه باندې ۴ میلیونه ۶۹۰ زره کسانو د نغدي مرستو د وېش ترڅنګ، خوراکي او غیري توکي هم وېشلي دي.

د دوی په خبره، یادو کسانو ته د روغتیا، سرپناه، د څښاک اوبو چمتو کولو او نورو برخو هم اړین خدمات وړاندې کړي دي.

خو په دې سربېره هم چارواکي دغه مرستې کافي نه بولي او وایي، پر رسميت د سرپرست حکومت نه پېژندل کېدو له امله له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستې کمې شوې دي.

 دوی له مرستندويانو غواړي چې خپلې مرستې سياسي نه کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمن وايي:« موږ له هغو ټولو ادارو چې له افغاني سرې میاشتې سره مرستې کوي، تل دا غوښتنه کړې چې سرې میاشتې ته د سیاست له کړکۍ ونه ګوري بلکې دا یوازې بشردوستانه خدمتونه وړاندې کوي او له سیاست سره هېڅ تړاو نه لري. دا جلا موضوع ده چې د افغانستان رسمیت پېژندنه تر اوسه پورې د تعلیق په حال کې ده، خو زموږ په سفرونو یې اغېز کړی او زموږ د مشر په ګډون یو شمېر چارواکي په تور لېست کې دي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي معین روح ‌الله عبدالسلام وايي:« همدارنګه افغاني سره میاشت پر نړیوالو غږ کوي چې بشري خدمات باید د سیاست ښکار نه شي.»

افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر کال په تورخم، نیمروز، کندهار او د هرات په اسلام کلا کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ځانګړو شویو پنډغالو کې له ۳۳۵ زرو ډېرو راستنو شویو ته په بېلابېلو برخو خدمات وړاندې کړي.

د چارواکو په خبره، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو۵۱۱ زره ۳۵۳ زیانمنو شویو او بېوزلو هېوادوالو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي او دغه راز د هېواد په ۸ مرستونونو کې ۳۶ زره ۹۶۲ بې سرپرسته ماشومانو، کونډو، یتمیانو او معلولانو ته د اعاشې، حرفوي او ښوونیزو زده کړو په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي.

د دوی په خبره، د سوري زړه پر ناروغۍ د شاوخوا ۳۰ زره اخته کسانو له ډلې د ۱۴ زرو درملنه شوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمن په دې اړه وايي: « زموږ له ۳۰ زرو ډېر هېوادوال د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، دا هغه کسان دي چې سرې میاشتې ته یې مراجعه کړې. د دغو کسانو له ډلې د پروسې د پيل راهیسې تر ۱۴ زره تنو درملنه شوې. یوازې تېر کال د ۲۰۰۲ تنو درملنه شوې.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي زیاتوي چې تېر کال یې څه باندې درې ميليونه ۸۰۰ زره افغانانو ته روغتيايي خدمتونه هم وړاندې کړې او دغه راز يې څه باندې ۲۶۶ زره ميندو او ماشومانو ته بېلابېل واکسينونه هم تطبيق کړي دي.

د دوی په خبره، یاده موده کې د رواني ناروغيو د درملنې د شپږو مرکزونو له لارې ۲ زره۳۸۳ رواني ناروغانو ته د پالنې او درملنې خدمتونه وړاندې شوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي معین روح الله عبدالسلام وايي: « د شپږو رواني مرکزونو له لارې ټولټال ۲ زره ۳۸۳ رواني ناروغانو ته د پالنې او درملنې خدمات وړاندې شوي دي. ۹۴۷ تنو ته په رواني مرکزونو کې د پالنې او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

چارواکي دغه راز وایي، تېر کال کې ۳۶ میلیونه افغانۍ په ۶ زره مستحقو کسانو وېشل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist