Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا نړیوال سازمان: د زېړي ناروغي لاهم پر لوړه کچه د افغانانو ژوند اخلي

روغتیا نړیوال سازمان: د زېړي ناروغي لاهم پر لوړه کچه د افغانانو ژوند اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/29

د جولای ۲۸مه د زېړي ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده او هر کال د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو او ادارو له لوري له دې ناروغۍ سره د غوره مبارزې او عامه پوهاوي زیاتوالي په موخه نمانځل کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سالواډور د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې وایي، لاهم په دې هېواد کې ډېری ناروغان د زېړي له امله خپل ژوند بایلي او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالو روغتیایي مرستندویه بنسټونو له لوري ملاتړ مهم یاد کړی.

سالواډور په دې اړه وايي: « په افغانستان کې ډېر خلک د زېړي له امله خپل ژوند بايلي؛ ځکه چې دا ناروغي ناوخته تشخیص کېږي. موږ له ملي روغتیايي ډلو سره کار کوو، ترڅو د دې ناروغۍ په اړه معاینې او درملنې ته لاسرسی پراخ کړو او له خپلو شریکانو غواړو چې په بشپړه توګه د يادې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره مرستې زیاتې کړي.»

اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې له زېړي سره د مبارزې لپاره د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دا ټولنه له افغانانو سره د ساري ناروغیو پر وړاندې هر اړخیزو مرستو ته ژمنه ده.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفارت ویلي:« د زېړي نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان کې دغه ناروغي پر جدي ننګونې بدله شوې. اروپایي ټولنه له ساري ناروغیو او نشه ‌یي توکو سره د مبارزې لپاره پروژې عملي کوي او د دې ویروسي ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د تشخیص لپاره یې معاینې او درملنې ته د لاسرسي اسانتیاوې برابروي.»

هڅه مو وکړه د نړیوالو بنسټونو دغو اندېښنو ته د عامې روغتیا وزارت غبرګون له ځانه سره ولرو، خو مسوولینو یې په هېواد کې د زېړي له کبله د مړینو او پرې د اخته ناروغانو د شمېرو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.

ډاکټران بیا د زېړي ناروغي پټ مرګ بولي او په افغانستان کې یې د لوړې کچې شتون لامل د دې ناروغۍ پر وخت نه تشخیص کېدل او په اړه یې د عامه پوهاوي کموالی ګڼي.

د داخله ناروغیو متخصص عبدالحق قاضي زاده وايي: « د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې د دې ناروغۍ واقعیات لا زیات دي؛ ځکه چې دلته عامه پوهاوی نه شته، د خلکو د ژوند سطحه ډېره ټیټه ده او وقایه هم نه شي کولی. له همدې امله افغانستان د بي هیپاتیت ویروس چې د ځیګر وظایف مختل کوي او په نتیجه کې د خلکو ژوند ګواښي. موږ دغې ناروغۍ ته خاموش دوښمن هم ویلی شو.»          

د روغتیا نړیوال سازمان راپورونه ښیي چې په نړۍ کې د مړینو د شمېر له اړخه د ناروغیو په درجه بندۍ کې د زېړي ویروسي ناروغي له نري رنځ وروسته دویم ځای لري چې په کلني ډول یې له امله پر نړيواله کچه شاوخوا ۱.۳ میلیون تنه خپل ژوند بایلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist