Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین؛ راستنو شویو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین؛ راستنو شویو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

هرات کې دا ځل د ماشومانو له فلج یا ګوزڼ سره د مبارزې په موخه د واکسین کمپاین، تر ډېره تازه راستنو شویو ته ځانګړی شوی.
د پولیو دا واکسین چې نن دوشنبه پيل کېږي، د هرات ښار اړوند ناحیو او انجیل ولسوالۍ کې به ترسره شي.
د عامې روغتیا چارواکي وايي، کمپاین کې به څه باندې ۲۷۷ زره له پنځو کالو کوچنیو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

د هرات عامې روغتیا مرستیال غلام محمد حنیفي وايي: « له وړاندې چمتو شوي پلان له مخې، د پولیو محوه کولو کمپاین دا ځل په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې ترسره کېږي چې له دوشنبې تر پنجشنبې ورځې به ادامه ولري.»

مسوولین وایي، هېواد ته د کډوالو له طریقه د پولیو ویروس انتقالېدو د مخنیوي په موخه د واکسین روغتیایي ټیمونه هم ګومارل شوي دي.

د هرات کډوالو او راستنېدنکو چارو ریاست د کډوالو حقونو ملاتړ مسلکي غړی امرالله حبیبي وايي: « موږ خلکو ته د پولیو واکسین په اړه عامه پوهاوی ورکړی او هره ورځ له زرو تر یونیم زرو کورنیو راځي زموږ دفتر ته او دلته راجسټر کېږي.»

د هرات حج او اقافو ریاست د جوماتونو عمومي مدیر محمد شعیب حیدري وايي: « د موضوع په تړاو له جوماتونو تبلیغ شوی او ټولو خلکو ته مالومات ورکړل شوي چې باید خپل له پنځو کالو کوچني ماشومان حتمن واکسین کړي، ترڅو راتلونکي کې له ناروغیو خوندي شي.»

خلک هم له ګوزڼ سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي او له کورنیو غواړي چې له پنځو کالو ټیټ عمر لرونکي ماشومان واکسین کړي.

د هرات اوسېدونکی محمد عارف وايي: « د پولیو واکسین ډېر ګتور دی، که تر پنځو کالو کوچني ماشومان واکسین شي، نو روغ پاتې کېږي کنه، شاید فلج او معیوب شي.»

د هرات بل اوسېدونکی سید رحیم وايي: « د پولیو واکسین ډېر مهم او اړین دی، باید ټول کوچنیان واکسین شي. که ماشومان واکسین نه شي، راتلونکي کې د فلج کېدو او په نورو ناروغیو د اخته کېدو امکان یې ډېر وي. زه له ټولو کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

هرات کې دا ځل د پولیو واکسین داسې مهال پيل کېږي چې له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو سره د دې ویروس د انتقال وېرې ډېرې شوې دي، خو مسوولین وايي، دغو اندېښنو ته متوجه دي او پر وړاندې یې جدي مبارزه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist