Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د هوا له ګرمېدو سره لسګونه کسان د پوستکي پر سرطان اخته شوي

بلخ کې د هوا له ګرمېدو سره لسګونه کسان د پوستکي پر سرطان اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

روغتیا پالان وايي، بلخ کې د وروستیو څو کالو ګرمې هوا له امله د پوستکي سرطان ناروغي زیاته شوې او په تړاو یې د دې ولایت د خلکو ترمنځ اندېښنې را پورته شوې دي.

د بلخ ابوعلي سینا بلخي روغتون ډاکټران وایي، تېرو څوارلسو میاشتو کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو پر دغې ناروغۍ اخته کسانو درملنه شوې.

د بلخ ابوعلي سینا بلخي روغتون د پوستکي ناروغیو څانګې مسوول ډاکټر ملک اصغر وايي: « اول به دغه ناروغان له ولایت یا هېواد څخه بهر د تداوۍ لپاره وړل کېدل، خو اوس موږ کولی شو په ابوعلي سینا بلخي روغتون د پوستکي درملنې څانګه کې علاج وکړو. موږ تېر یوه کال کې د پوستکي سرطان پر ناروغۍ د اخته څه باندې ۱۰۰ کسانو بریالي عملیاتونه کړي. یوازې د سږ کال له پیله مو بیا ۲۰ عملیاتونه کړي، همداراز اوونۍ کې دوه عملیاتونه لرو.»

روغتیا پالان وايي، په کورونو کې له پخوا راهیسې دغه ناروغۍ موجودې وې.

 د دې ناروغۍ یو له عواملو په ګرمۍ کې ګرځېدل دي. ډاکټران په دې برخه کې روغتیایې لارښوونو ته پاملرنه مهمه بولي.

د بلخ ابوعلي سینا بلخي روغتون د پوستکي ناروغیو څانګې مسوول ډاکټر ملک اصغر وايي: « مختلف فکټورونه شته چې د پوستکي سرطان لامل ګرځي. اولین فکټور چې یاده ناروغي زېږوي، هغه د لمر مضرې شعاوې دي. کوم کسان چې دوبي کې له ۱۲ تر ۳ بجو دوامداره ګرمې هوا ته ګرځي، د پوست سرطان باندې اخته کېږي.»

د پوستکي پر ناروغۍ اخته کسان یاده برخه کې د روغتیا پالانو سپارښتنو ته پام کول مهم بولي.

ناروغ سنت الله وايي: « پر دې ناروغۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې اخته شوی وم. ورځ تربلې مې ناروغي ډېرېدله، ځورولم یې؛ بلاخره مې عملیات وکړل. دلته د ډاکټرانو له خدماتو خوښ یم.»

د یوه بستر ناروغ پایواز معراج الدین وايي: « یوه میاشت وړاندې یې پر مخ دانه پراخه شوه، دلته روغتون ته راغلو، د ډاکټرانو هلو ځلو او د الله(ج) په مدد مو ناروغ عملیات شو؛ اوس ښه دی.»

روغتیا پالان د پوستکي ناروغیو د انتقال په مخنیوي کې د حفظ الصحې ساتل او پر وخت د یادې ناروغۍ درملنه مهمه بولي او وايي، دا ناروغي نورو کسانو ته هم سرایت کولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist