Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د فراه ولایت انار درې ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 د فراه ولایت انار درې ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/24

 د فراه ولایت انادرې ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت روغتیایي مرکز له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د روغتون جوړولو مسوولین وایي، د یاد روغتايي مرکز له فعالیدو سره به د یادې ولسوالۍ د ذهکن کلي ۶۰۰ کورنۍ او شاو خوا کلیو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې  کړي.

د ذهکن کلي روغتیايي مرکز جوړولو مسوول هارون حقیقت وايي:« دې مرکز لګښت ۳۵۰ زره امریکایي ډالر دي او دې مرکز کې به عمومي داخلې، زیږون، ماشومانو او نورو څانګو کې روغتیایي خدمان وړاندي کړي.»

بلخوا د سیمې اوسېدونکي وایي، دغلته روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي نه درلودو له امله اړ وه چې خپل ناروغان ګرمۍ او یخنۍ موسمونو کې د فراه مرکز ته ولیږدوي، خو په خبره یې د روغتون په جوړېدو سره به یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسي برخه کې شته ستونزه څه ناڅه حل شي.

د انار درې ولسوالۍ اوسېدونکی غلام محمد وايي:« د دې کلینیک په جوړېدو سره به د خلګو ډېری ستونزې حل شي.  مخکې به سړې او ګرمې هوا کې به مو خپل ناروغان فراه مرکز ته لېږدول. زموږ ذهکن کلي کې ۶۰۰ کورنۍ دي او ترڅنګ یې شاوخوا ۲۰ کلي دي هغوی به ټول له یاد مرکز ګټه واخلي.»

د انار درې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالله د اناردرې وايي:« هیله من یم چې د ولسوالۍ مرکز او نورو کلیو کې هم سوداګر همت وکړي او دا ډول کلینیکونه جوړ کړي او هېواد ته ابادي راوړي.»

مسوولین ډاډ ورکوي چې  د دوی لپاره  یوازې ودانۍ مهمې نه دی، بلکې روغتیایې خدماتو وړاندې کول يې لومړیتوب دی.

د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي:« موږ پر داکترانو او کاري پرسونل غږ کوو چې کوښښ وکړي پر وخت د ناروغانو او مراجعینو درملنه وکړي.»

څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین فراه ته په  سفر کې د یاد ولایت ۵ ولسوالیو کې د ۴۰ بستریزو روغتونونو جوړولو ډاډ ورکړی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist