Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/24

د هلمند فاطمه بیات روغتون کې له ترکيې راغلي یوه افغان ډاکتر عبدالغفار غیور د پرې شونډو یا لب چاک او پرې تالوګانو یا کام چاک پر نارروغۍ د اخته کسانو وړیا عملیاتولو په موخه هلمند ته راغلی او د يادو شاوخوا ٢٠٠ ناروغانو عملیات يې کړي.

دا هلمند ته د نوموړي ډاکټر پنځم راتګ دی چې په ټولیز ټول یې  تر ا وسه پورې  د هلمند عامي روغتیا ریاست په همکارۍ ٩٥٠ عملیات ترسره کړي دي.

د ده په خبره، د عامو افغانانو غربت او ملي احساس له امله هڅېدلی چې خپلو خلکو ته هم د طبابت په برخه کې خدمت وکړي.

ډاکټر عبدالغفار غیور وايي: « دا پنځم ځل دی چې زه هلمند ته راځم او د لب چاک او کام چاک ناروغانو عملیات کوم. د هلمند ولایت صحت عامه او د دوی اړوند روغتونونه د ناروغانو لېستونه جوړوي او بیا ماته احوال راکوي چې دومره ناروغان دي او په همدې حساب کوم درمل او توکي چې دلته پيدا کېږي، همدلته یې برابروو او څه چې اړتیا وي، زه یې له ترکیې راوړم. دا ځل مو په بیات روغتون کې تر ۲۰۰ عملیاتونه ترسره کړل چې ښه په کامیابۍ سره مخکې لاړل.»

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د درملو، عملیات خونو، نرسانو او ډاکترانو ترڅنګ یې نوموړي ته ټول اړین امکانات چمتو کړي دي .

د نوموړي همکار ډاکټران د غيور په وسيله ترسره کړي عمليات ښه تجربه ګڼي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې يې د خلکو درملنې لپاره وکاروي.

د هلمند عامې روغتیا ریاست مرستیال نقیب‌الله فاتح وايي: « ډاکټر عبدالغفار غیور له ترکیې دلته راځي او دایې پنځم ځل دی چې په دغو ټولو دورو کې یې ټولټال ۹۵۰ تنو عملیات ترسره کړي. په دې پنځم ځل یې هم د ۲۰۰ تنو لب چاک او تالو ناروغانو عملیاتونه ترسره کړل.»

یو شمېر ناروغ لرونکي بیا خوښ دي چې لپاره یې د وړیا درملني زمینه برابره شوې او وایي، په خصوصې روغتونونو کې پر دې ډول عملیاتو تر٨٠ زرو افغانیو لګښت کېده چې دوی يې د ورکولو وس نه درلود.

د هلمند یو تن اوسېدونکی وايي: « ما دا خپل زوی روغتون ته یوړ او دوه ځله مې عملیات ور وکړل، یوځل د شونډو او بل ځل د تالو، خو دواړه ځله ناکام شول. بیا ځل مې کابل ته یوړ، هلته یې هوتکي شفاخانه کې د شونډ او تالو عملیات وکړل، خو دا هم ناکام شول. موږ د دې ډاکټر راتګ ته خوشاله یو، ځکه ډېر کامیاب عملیاتونه کوي.»

د هلمند یو بل اوسېدونکی وايي: « دا زموږ د ماشوم تالو سوری لري، کله چې خواړه وخوري، بېرته یې پوزې ته راشي. که دا خدمت دلته په کور کې وشي، موږ به بل هېواد ته له تګ خلاص شو.»

هلمند د افغانستان پر کچه د لوی مساحت او پراخ نفوس لرونکی ولایت دی. خلک یې روغتيايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله شکايت کوي او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې ياد خدمتونه ورته زيات او پراخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist