Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي

اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/27

پر نړيواله کچه له بې ‌وزله هېوادونو سره د مرستو کموالي له امله يادو مرستو ته د خلکو اړتيا په شدت سره د لوړېدو په حال کې ده او د ملګرو ملتونو تازه موندنې ښيي چې اوس ‌مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري.

د دې سازمان د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) د مرستو کموالي له امله افغانستان هم د اغېزمنو شویو هېوادونو په ډله کې ياد کړی او ويلي يې دي دا مهال شاوخوا ۹ ميليونه افغانان روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د پرې کېدو له خطر سره مخ دي.

اوچا زیاته کړې:« د بودیجې کموالي پر نړیواله کچه بشري فعالیتونه اغېزمن کړي. له ۳۰۰ میلیونو ډېر خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې بودیجه کمه شوې ده، پایلې يې مرګونې ثابتېږي. په افغانستان کې ۹ میلیونه خلک د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي له خطر سره مخ دي.»

اوچا وايي، د یو شمېر بسپنه ورکوونکو لخوا د نړیوالو بشري فعالیتونو لپاره د بودیجې کموالي په ټوله نړۍ کې مرګونې پایلې رامنځته کړي.

 عام افغانان په روغتیايي مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له امله شکایت کوي.

دوی وايي، په لرې پرتو سېمو کې زیات خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د دې تر څنګ په دولتې روغتونونو کې هم د امکاناتو کموالی او د مسلکې پرسونل نشتون هغه ستونزي دي چې د خلکو ستونزې يې زياتې کړي.

د پکتیا اوسېدونکی سمیع الله وايي:« ډاکټران شته دي خو درمل نشته دي، ولایتونو کې په دولتي روغتونونو کې کمزورتیا ډېره ده. له دولت دا غوښتنه کوو چې دغو روغتونونو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره که ماشینونه وي، درمل وي، ورته پوره یې کړي.»  

د کابل اوسېدونکی کمال وايي:« په دولتي کلینیکونو کې داسې امکانات نشته دي چې یو ناروغ ورشي او درملنه یې وشي. که د کس ناروغتیا لږ سخته وي، نو هغه اړ کېږي چې د درملنې لپاره شخصي روغتون ته ولاړ شي. شخصي روغتونونو او کلینیکونو کې بیا درمل او ټیسټونه په دومره اندازه لوړ دي چې د غریب کس ورته وس نه رسېږي.»

ومو غوښتل، چې د ملګرو ملتونو د دې اټکل پر وړاندې د چمتووالي په موخه د عامې روغتيا وزارت د وياند نظر واخلو، خو ځواب يې را نه کړ.

له دې وړاندې ځينو نړيوالو بنسټونو هم بوديجې کموالي له امله په افغانستان کې د يو شمېر روغتونونو له تمويلولو لاس اخيستی او دا وړاندوينه يې کړې، که په بېړه بسپنه ترلاسه نه کړي، ښايي روغتيايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی خورا محدود شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist