Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د روان کال تر پایه به ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د روان کال تر پایه به ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو.اېچ.او) خبرداری ورکړی چې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به  ۱۰ سلنه افغانان له روغتیایي خدمتونو بې ‌برخې شي.

د افغانستان لپاره د یاد سازمان استازي له فرانس پرېس خبري آژانس سره مرکه کې ویلي، په راتلونکو څو میاشتو کې به په افغانستان کې ۲۲۰ نور هغه روغتیایي مرکزونه هم وتړل شي چې د دې سازمان له لارې د بهرنيو بسپنه ورکوونکو په مالي لګښت تمويلېدل.

اډوین سالوادور په خبره، د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره به شاوخوا ۳ میلیونه افغانان له روغتیایي خدمتونو بې ‌برخې شي.

هغه په دې اړه ویلي:« په راتلونکو میاشتو کې ۲۲۰ نور روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. دا چاره به د دې هېواد له ۱ زر ۶۸ زیات روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي چې له کبله به یې ۲ یا ۳ میلیونه نور کسان هم له روغتیايي خدمتونو بې‌ برخې شي. کله چې تمویل بند شو، موجوده مرسته کوونکو هڅه وکړه چې تشه یې ډکه کړي، خو د امریکا د تمویل پرېښودو له امله ډېره لویه خلا رامنځته شوې ده.»

سالوادور په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د مالي ملاتړ ځنډېدل او په بشپړه توګه د بشري مرستو بندېدل د روان ناوړه وضعیت اصلي عوامل یاد کړي او د روغتیا په برخه کې یې له نړیوالو بسپنه ورکوونکو غوښتي چې افغانان یوازې پرېنږدي.

هغه زیاته کړې: « په افغانستان کې روغتیایي سیسټم له وړاندې ډېر نازک حالت درلود. وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او که موږ دا تشه په ګډه ډکه نه ‌کړو، وېرېږم چې حالت به لا پسې خراب شي. په دې برخه کې د نړیوالو بسپنه ‌ورکوونکو لاسنیوی ډېر اړین دی.»

د عامې روغتيا وزارت مسوولین په دې اړه څه نه وايي، خو ډاکټران د افغانستان اوسنی روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په خبره یې، موجوده روغتیایي خدمتونه هم د خلکو لپاره بسنه‌ نه ‌کوي. 

ډاکټر محمد عابد فهام وايي: « افغانستان کې اوسني روغتیايي خدمتونه هم کفایت نه کوي. که چېرې دا ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي، نو د افغانستان لپاره ډېره لویه تشه ګڼل کېدای شي.»

په افغانستان کې روغتیایي وضعیت وروسته له هغې ډېر د اندېښنې وړ وبلل شو چې په تېره جنورۍ میاشت کې د امریکا له لوري بشري مرستې بندې شوې او په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په روغتیایي برخه کې د افغانستان لوی تمویلوونکی سازمان و؛ په ځینو برخو کې یې ملاتړ کم او یا په بشپړه توګه بند شو.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د تمویل د کمېدو له امله ښايي تر۹ میلیونو ډېر افغانان له روغتیايي خدمتونو بې ‌برخې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist