Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: روان کال به ۱۷.۶ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې تېره میاشت د تنفسي ناروغیو له امله ۳۵۰ کسان مړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/22

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله د مړو شويو ناروغانو نوې شمېرې خپرې کړې دي.

راپور کې ویل شوې، په تېره فبرورۍ میاشت کې د دغې ناروغۍ له امله ۳۵۰ کسان مړه شوې چې د تېرو میاشتو د شمېرو پرتله ۱۶.۷ سلنه کموالی ښيي.

په دغه راپور کې د تنفسي نارغيو د شمېر کموالي لامل، د هوا ګرمېدل او د واکسین د تطبیق په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړېدل ښودلي.

د راپور یوه برخه:« په تېره فبرورۍ میاشت کې ۳۵۰ تنه  د بېلابېلو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوې. د روان کال د جنورۍ پرتله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو په شمېر کې ۱۶.۷ سلنه کموالی راغلی دی.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولين بیا په تېره مياشت کې د تنفسي ناروغيو له امله د مړو شويو کسانو دا شمېرې تاییدوي او له ټولو وګړو غواړي چې د تنفسي ناروغيو د درمنلې په موخه دې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:« د ژمي موسم په رارسېدو سره اکثریت د تنفسي سیسټم اړوند ناروغانو ګراف په سړو سیمو کې پورته کېږي. بدبختانه سږ کال هم له موږ سره د تنفسي ناروغانو ګراف لوړ وه چې په دغه کې ډېری کوچني ماشومان وو. البته بیا هم له قدرمنو هېوادوالو مو غوښتنه دا ده چې د دوی په کور کې یو څوک ناروغه کېږي یاهم کوچنی ماشوم پر تنفسي ناروغۍ اخته کېږي، باید په لومړي سره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي. په دغه شان حالتونو کې کله چې یو کوچنی پر تنفسي ناروغۍ اخته کېږي، په لومړي سر کې یې درملنه اسانه او شونې وي، خو کله چې پرمختللو حالتونو ته ځي نو په دغه شان حالتونو کې بیا د ماشوم ژوند هم له خطر سره مخ کېدلی شي. »

بل پلو یو شمېر روغتیاپالان بیا په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی او په ژمي کې د بې کیفیته نفتي توکو کارول د دغې ناروغۍ له امله د مړینې د ډېرېدو لاملونه ګڼي.

روغتیاپال کمین ساپی وايي:« په هغه چاپېریال کې چې موږ په کې ژوند کوو، موږ یې باید حفظ الصحه پاکه وساتو. خپل چاپېریال باید پاک وساتو. کلی، کور او کوڅه باید تل له ناپاکیو پاکه ولرو. په دویم قدم کې د دولتونو مکلفیتونه دا دي چې هغه حمامونه، د خښتو بټۍ چې هغه چاپېریال ککړ کوي باید په دې پوه شي چې د دې لپاره تصفیه کن کېښودل شي ترڅو د هېوادوالو ژوند مو خوندي واوسي.»

روغتيا نړيوال سازمان د تنفسي ناروغانو دا شمېرې داسې مهال خپروي چې دوه ورځې وړاندې ياد سازمان په افغانستان کې د ۸۰ سلنه هغو روغتيايي مرکزونو د بندېدو خبرداری ورکړی چې دغه سازمان يې مالي ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist