Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: هندي پانګوال د پنجشیر پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا لري

چارواکي: هندي پانګوال د پنجشیر پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

د پنجشېر ځايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د کان کيندنې په برخه کې د بهرنيو پانګوالو او په ځانګړې توګه د هندي پانګوالو لېوالتيا زياته شوې.

د دوی په خبره، اوس د کان کيندنې په برخه کې پانګونه د تېر پرتله اسانه شوې او په همدې اساس د نورو بهرنيو پانګوالو ترڅنګ، هندي پانګوال هم د افغانستان د کانونو په سکټور کې له پانګونې سره لېوالتيا ښيي.

د پنجشېر چارواکو دا څرګندونې هلته د زمرودو د پلورنې يوې بولۍ پرمهال کړې او ډاډ يې ورکړی چې د کانونو د استخراج په موخه يې د کورنيو پانګوالو ترڅنګ بهرنيو پانګوالو ته هم د پانګونې پراخه زمينه برابره کړې.

د پنجشېر والي محمد آغا حکیم وايي: « د زمرودو کانونه د اسلامي امارت له کړنلارو او لایحو سره سم استخراج او د یوې داسې آزادې بولۍ له لارې پلورل کېږي چې په کې تر ۳۰۰ سوداګرو پورې ګډون کوي. په دې بولۍ کې د افغانستان او نړۍ له هرځای سوداګر کولی شي برخه واخلي. زموږ په هره بولۍ کې حتمن یو شمېر بهرني سوداګر او اتباع حضور لري.»

پنجشېر کې د زمرودو د پلور په وروستۍ ترسره شوې بولۍ کې د نورو بهرنيو سوداګرو ترڅنګ هندي سوداګرو هم ګډون درلود.

 دې ته په کتو د کانونو کاروباريان وايي، په ياد سکټور کې د بهرنيو پانګوالو په پانګونې سره به نه ‌یوازې د خامو کاني توکو بيې لوړې شي، بلکې د پلور لپاره به نړيوال بازار ته هم لاره پيدا کړي.

د کانونو کاروباري محمد الله وايي: « د ملي او نړیوالو سوداګرو حضور په دې وروستیو کې ډېر شوی او دا کار د معدنکارانو پر ګټه دی. کله چې دوی دلته راشي او د زمرودو جنسیت او کیفیت له نږدې وګوري، دوی پوهېږي چې د افغانستان زمرود د نورو هېوادونو پرتله ښه کیفیت لري، نو علاقمندي ښيي او پانګونه کوي. همدارنګه دغه بهرني سوداګر نورو سوداګرو ته هم خبر رسوي چې دلته په پنجشېر کې ښه کیفیت زمرود شته دي.»

د کانونو کاروباري بریالی وايي: « موږ له بهرنیو سوداګرو هرکلی کوو، ځکه په دې کې زموږ ګټه ده. هرڅومره چې د زمرودو بیه لوړه شي، موږ ورته خوښ یو؛ ځکه رقابت ډېرېږي او موږ ګټه کوو.»  

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي هم د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا د اقتصادي ودې او له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور ګام بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې په دې برخه کې نورې زمینې هم برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « له هند سره د دغو کانونو د استخراج تړون کولی شي د افغانستان په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي. په دې سره ځايي خلکو ته د کار فرصتونه برابرېږي او ترڅنګ یې موږ کولی شو له هند سره له دې لارې ښې اړیکې ټینګې کړو. د پنجشېر او نورو ولایتونو د کانونو په استخراج کې حکومت ته یو شمېر ننګونې هم شته. حکومت ته په کار ده چې د کانونو استخراج په شفاف ډول مدیریت کړي.»

په پنجشېر کې د زمردو  پلورنې په وروستۍ بولۍ کې د ۳۲۸ زره ۹۵۰ ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۵ زره قیراطه زمرد د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري پېرل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist