Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د بهرنیو اسعارو کاروونکو ته وروستی خبرداری ورکړل شو

ننګرهار کې د بهرنیو اسعارو کاروونکو ته وروستی خبرداری ورکړل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې جدي بندیز لګول شوی چې د مسوولینو په خبره، له سرغړونکو سره به قانوني چلن وکړي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وايې، د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو ټولو اوسېدونکو او کاروباریانو ته وروستی خبرداری ورکړل شوی چې تر دې وروسته د بهرنیو اسعارو او په تېره بیا د پاکستاني روپیو له کارولو ډډه وکړي او پر ځای یې افغانۍ وکاروي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وايي: « که چا د اسلامي امارت له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، حتمن به عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي، کاروبار یې تړل کېږي او زندان ته به اچول کېږي. زموږ مبارزه به تر هغو ادامه ولري چې د بهرنیو اسعارو کارول صفر ته ورسوو. ترهغو چې په ټول ننګرهار او په ځانګړې توګه سرحدي ولسوالیو کې افغانۍ ترویج شوې نه وي او د کلدارو چلښت په بشپړه توګه بند شوی نه وي، زموږ هڅې به ادامه ولري.»

صرافان د کلدارو بندیدو برخه کې له سرپرست حکومت سره د همکارۍ ډاډ ورکوي او وايي، چمتو دي او هڅه کوي له هرې ممکنه لارې د افغانیو بشپړ ترویج ته زمینه برابره کړي.

صراف ظفر شینواری وايي: « ولایتي مسوولینو پرېکړه کړې او تمه کېږي چې دا به دومداره وي. موږ هم پوره هڅه کوو چې افغانۍ ترویج او عامه کړو. موږ مخکې هم همکاري کړې او بیا هم همکارۍ ته چمتو یو.»

د ننګرهار خلک له یوې خوا د افغانیو د ترویج په اړه د روانو هڅو له امله خوښ دي، خو ټینګار کوي چې د توکو د نرخونو کنټرولو لپاره هم باید مسوول چارواکي هلې ځلې زیاتې کړي.

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي حفیظ الله وايي: « موږ په دې کار کې له حکومت سره اوږه په اوږه درېدلي یو. زموږ ولسونه د افغانیو د ثبات ساتلو او ترویج لپاره له دې پرېکړې خوښ دي. موږ غوښتنه کوو چې اسلامي امارت په خپله دې پرېکړه کلک ودرېږي.»

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی خان محمد وايي: « باید له دې سره د نرخونو کنټرول هم وشي. مهمه خبره دا ده چې زموږ ولس ډېر غریب دی، باید د جنسونو نرخونه په افغانیو هم په هماغه نرخ وپلورل شي چې په کلدارو پلورل کېږي.»

لعلپوره، مهمندره، غني خېل، دوربابا، نازیان او بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې لاهم راکړه ورکړه په کې د افغانیو پرځای په پاکستانیو کلدارو ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist