Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي: له روغتیايي خدمتونو بې برخې یو

د هلمند کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي: له روغتیايي خدمتونو بې برخې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په تېرو ۲۰ کالو کې د جګړو له امله تر ډېره له عامه خدماتو بې برخې وو او زياتوي چې په روغتيايي برخه کې اړتيا ته په کتو ورته پاملرنه نه ده شوې.

دوی وایي، د دې ولسوالۍ مرکزي روغتون امکانات کم دي او نفوس ته يې په پام اړتیا ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو امکانات یې لا زيات شي.

د کجکي ولسوالۍ خلک د طبي وسایلو، درملو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

 د کجکي ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ګل آغا وايي: « زموږ کلینیک ډېر کوچنی دی، ډاکټران یې لږ دي او د ناروغانو سمه درملنه په کې نه کېږي. موږ غوښتنه کوو چې دا روغتون پراخ شي او نور ډاکټران په کې وګومارل شي.»

د کجکي ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالرشید وايي: « کله چې په عاجل حالت کې ناروغ ورولو، کومه ګټه مو ترې نه ده اخیستې. موږ یو ماشوم په عاجل حالت کې ور ورساوه، خو د امکاناتو نه شتون له امله ومړ. موږ غوښتنه کوو چې دلته نږدې یو مجهز روغتون جوړ شي.»

د دې روغتونو مسوولین وایي، هره ورځ  دې روغتون ته له ٢٥٠ تر ٣٠٠ پورې ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي او په خبره يې، کاري ځواک او روغتیایي وسایل یې د خلکو د زیاتوالي له امله بسنه نه کوي.

د کجکي روغتیایي مرکز مسوول احمد الله ریحان وايي: « د کلینیک په اړه باید ووایم چې دا یو لومړنی روغتیايي مرکز دی او موږ هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ مراجعان لرو. موږ د پرسونل له کمښت سره مخ یو او باید نور کسان هم وګومارل شي؛ ځکه د دا  ډول مرکزي ساحې لپاره کم دي.»

د هلمند د عامي روغتیا ریاست مسوولین هم د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او وایي، د پخوا پرتله یې دغه ولسوالۍ کې روغتیایي مرکزونه زیات کړي او لاهم هڅه کوي چې نور روغتیایي مرکزونه هم زیات او شته مرکزي روغتون ته ارتقا ورکړي.

 د هلمند د عامې روغتیا رییس  فضلي احمد شفیع وايي: « موږ هڅه کوو چې پرسونل یې زیات او نور خدمات هم ور ورسوو. موږ له وزارت مقام غوښتنه کړې چې موجوده کلینیک ته نور پرسونل او کجکي ولسوالۍ ته نور روغتیايي مرکزونه هم راکړي. موږ له خلکو سره ژمنه کړې چې دوه یا درې نوي روغتیايي مرکزونه به ورته جوړ کړو.»

 د هلمند عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې، سږ کال په دې ولایت کې ١٧ بابه نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوې او د ٥ نورو روغتیایي مرکزونو د جوړولو کارونه ادامه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist