Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۱۴ ميليونو ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۱۴ ميليونو ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

که څه هم په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د هوايي دهلېزونو په تړل کېدو سره، سوداګرو شکايت درلود چې بهر ته د صادراتو او په ځانګړې توګه د جلغوزیو د صادراتو کچه کمه شوې.

خو تازه د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال له پيل راهیسې  د شاوخوا ۱۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا یو زر ۱۰۰  ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر شوې دي.

د دې وزارت مسوولین وايي، د جلغوزیو د صادراتو سږنۍ اندازه د تېرو څو کال پرتله په مراتبو زياتوالی ښيي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان د شاوخوا یو زر او ۱۰۰ ټنو په وزن او د ۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت د تورو جلغوزیو صادرات اتریش، اردن، متحده عربي امارتو، انګلستان، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، پاکستان، ترکیې، چین او نورو هېوادونو ته شوې دي.»

خو سوداګر اوس هم د جلغوزیو د صادراتو دا کچه کافي نه بولي او زياتوي، په کور دننه د جلغوزیو محصولات زیات او بهر ته يې د صادراتو زياتوالي لپاره بايد سرپرست حکومت زمينه لا زياته کړي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « موږ باید په اکثریت هېوادونو کې د دې لپاره ښه مارکېټېنګ وکړو او په لوړو قېمتونو یې خرڅ کړو. دا باید په افغانستان کې د هغو ستندردو او پکېجونو له مخې پروسېس شي چې دوی یې غواړي. په دې برخه کې ځینې ستونزې هم شته، د مثال په توګه د ټرانزیټ ستونزه. موږ  باید د هوايي دهلېزونو ترڅنګ د ځمکې او اوبو له لارې هم د صادراتو هڅه وکړو؛ ځکه د هوايي دهلېزونو مصارف ډېر دي او موږ نه شو کولی له خپلو محصولاتو ډېره ګټه ترلاسه کړو.»

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي، سرپرست حکومت باید د افغانستان ځان بساینې لپاره په جلغوزیو سربېره د نورو اقلامو صادرولو ته هم زمينه برابره کړي او په خبره يې دې هدف ته د رسېدود لپاره باید د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو تمرکز زيات شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په دې برخه کې د پانګونې، تجارت او انتقالاتو لپاره فرصتونه ډېر زیات دي. که حاکم نظام وکولی شي د لارو په برخه کې شته ستونزې حل کړي او پر نړیواله کچه د جلغوزو لپاره د تجارت فرصتونه برابر کړي، زه باوري یم چې په تولید کې به زیاتوالی راشي. همدا اوس هم جلغوزي د داخلي مارکېټونو لپاره نه پاتې کېږي.»

د برېښنا نه شتوالی، د ځمکو کموالی او د تعرفو لوړوالی هغه څه دي چې پانګوال يې د کاروبار پر وړاندې ستونزې بولي او له سرپرست حکومت يې د حل غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist