Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تاجیک چارواکي: راتلونکو دوو کالو کې به کاسا زر پروژه بشپړه شي

تاجیک چارواکي: راتلونکو دوو کالو کې به کاسا زر پروژه بشپړه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

کاسا زر له منځنۍ آسيا د افغانستان له لارې سوېلي آسيا ته د انرژۍ د لېږد لويه پروژه بلل کېږي چې په وسيله يې د قرغيزستان او تاجیکستان برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي.

تازه تاجیکستاني چارواکو ویلي، د یادي پروژې چارې په تاجیکستان او قرغيزستان کې پای ته رسېدلي او په خبره يې په افغانستان او پاکستان کې يې هم د پلې کېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دوی کاسا زر د څلورهېوادونو لپاره ستره او ارزښت ناکه پروژه بللې او زیاتوي چي د دې پروژې له بشپړولو سره به د څلور واړه هېوادونو کې ګڼې ستونزې حل شي.

د تاجیکستان د اوبو او انرژۍ وزیر دلیر جمعه ویلي: « کاسا زر پروژه په سیمه کې د څلورو هېوادونو ترمنځ ستره پروژه ده. له نېکه ‌مرغه د دې پروژې د تطبيق چارې په تاجیکستان او قرغیزستان کې پای ته رسېدلي او په پاکستان کې یې د تطبيق پروسه په چټکۍ سره روانه ده. ټاکل شوې چې په دې هېواد کې د یادې پروژې د تطبيق چارې د روان کال په نیمايي کې بشپړې شي.»

جمعه زیاته کړې، په افغانستان کې هم د یادې پروژې د تطبيق چارې په چټکۍ سره روانې دي او په را روان ۲۰۲۷ کال کې به یاده پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

جمعه په دې اړه ویلي: « له اوږدو مذاکراتو وروسته، د پروژې اهمیت ته په کتو، د پروژې ستونزې له نړیوالو همکارانو سره حل شوي. د افغانستان په برخه کې د پروژې لپاره بودیجه له سره ورکړل شوه چې د تطبيق چارې يې روانې دي او ښايي تر ۲۰۲۶زېږدیز کاله پورې په افغانستان کې د یادې پروژې چارې بشپړې شي او ۲۰۲۷ کال کې به ګټې اخیستنې ته په بشپړه توګه چمتوو شي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د کاسا زر پروژه د افغانستان لپاره د برېښنا ستونزو د حل ترڅنک نورې اقتصادې ګټې هم لري.

دوی وايي، د يادې پروژې د تطبيق پرمهال خلکو ته کاري فرصتونه زياتېدای شي او دغه راز د هغو ستونزو د حل اټکل هم  کوي چې د برېښنا کمبود له درکه رامنځته شوې دي.

د اقتصادې چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا وايي: « کاسا زر د مرکزي آسیا له هېوادونو د افغانستان له لارې سوېلي آسیا ته د برېښنا لېږدولو یوه مهم پروژه ده. کله چې دا پروژه بشپړېږي، بې له شکه چې له اقتصادي پلوه کولی شي افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي. افغانستان کولی شي په کلنۍ توګه له دې پروژې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي او له ۴۵ تر ۶۵ میلیونه ډالرو هم د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.»

د کاسا زر پروژه څه د پاسه یو زر او ۲۰۰  کیلومټرو په اوږدوالي د مزو غځولو له لارې له قرغيزستان او تاجیکستان یو زر ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدوي چې ۳۰۰ مېګاواټه د افغانستان او پاتې زر مېګاواټه هغه يې پاکستان ته د افغانستان له لارې انتقالېږي.

دا پروژه د کابل، ننګرهار، بغلان او پنجشېر په ګډون له اوو ولایتونو او ۳۷ ولسوالیو تېرېږي. په وروستیو کلونو کې د دې پروژې ستونزه د تمويلوونکو له خوا د افغانستان د برخې د مالي تامین ځنډولې و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist