Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او ازبېکستان چارواکو ناسته کړې

د افغانستان او ازبېکستان چارواکو ناسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د افغانستان او ازبېکستان چارواکو د ترمذ په ګډ بازار کې سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر شريکو مسايلو خبرې کړې.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د ازبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزير ګډون درلود.

 دوی دواړه د هغو ژمنو پر تطبيق غږېدلي چې تاشکند ته د ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پرمهال شوې وې.

په دې ژمنو کې د افغانستان په اقتصادي سکټور کې د ازبېکستان ۲۰۰ ميليونه ډالري پانګونه هم شامله ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندراده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تجارتي ناسته وشوه. په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبېکستان د پانګونې، صنعت او تجارت وزیر لزیز قدرت اوف ګډون درلود چې د ترمذ ښار په تجارتي مجتمع کې جوړه شوه. دغه ناسته د مخکېنۍ هوکړې له مخې او ازبېکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند  د سفر د ژمنو عملي کېدو په لړ کې ترسره شوه. په دې ناسته کې یو لړ مهم مسایل لکه د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو د مثال په توګه د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د اقتصادي او سوداګریزې مجتمع جوړیدل، په بلخ، سمنګانو او کندوز ولایتونو کې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو د زیات لومړني ارزښت د خوراکي توکیو د تولید او پروسېس، د چرګانو د ساتنې او پالنې، د درمل جوړولو د صنایعو، د سېمنټو او ساختماني موادو تولید، بڼ جوړولو( د پستې د بڼونو پالنې) او د مېوو او سبزیجاتو د پروسېس په برخه کې د ازبېکستان هېواد پانګونه تر بحث لاندې ونیول شوه.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ټينګول، د اقتصادي ودې او د بهرنۍ پانګې جلبولو په برخه کې مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم هرڅومره چې دغه تګ راتګ زیات شي او هرڅومره ډېر چې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره تجارتي او ټرانزیټي اړیکې پراخې شي، په همدې کچه به بهرني پانګوال تشویق شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه چې افغانستان د فرصتونو هېواد دی او د سترو پانګونو د جذب ظرفیت لري. دغه کار به په پایله کې د لا ډېر اعتماد رامنځته کېدو او سیمه ییزې همپالنې سبب شي او دا به د ټولې سیمې او ګاونډ پر ګټه وي.»

ځينې نور بیا د شريکو اقتصادي مسايلو په تړاو د ورته ناستو ترسره کېدل د اقتصادي ودې لامل بولي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره سوداګرو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او د ګمرکي تعرفو کمولو غوښتنه هم کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « زموږ لپاره ازبېکستان ه یا د حیرتان بندر منځنۍ آسیا ته د ننوتلو دروازه ده. څومره چې امکانات برابرېږي او له دوی سره ښه تعامل او راکړه ورکړه کېږي، دا به د افغانستان پر ګټه وي. موږ کولی شو خپلو نږدې او ګاونډیو هېوادونو ته هغه توکي صادر کړو چې په افغانستان کې تولیدېږي او دوی ورته اړتیا لري. د مثال په توګه، موږ کولی شو خپله تازه ترکاري، سبزیجات او مېوې صادر کړو او دا به زموږ د کرنې برخه هم تقویه کړي.»     

د افغانستان او ازبېکستاني چارواکو ترمنځ دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبېکستان ته تللی و. نوموړي له ازبېکستاني چارواکو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ اسانولو او پراختيا پر لارو چارو خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist