Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او ازبېکستان د برېښنا، کرنې او رېل پټلۍ په برخو کې د همکاریو هوکړې کړې

افغانستان او ازبېکستان د برېښنا، کرنې او رېل پټلۍ په برخو کې د همکاریو هوکړې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/24

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال چې د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ ازبېکستان هېواد ته تللی و، د یکشنبې په ورځ (د کب ۵ مه) کابل ته راستون شو.

ملاعبدالغني برادر له ازبېکستان څخه تر راستنېدو وروسته وویل، له ازبېکستاني چارواکو سره يې د برېښنا، کرنې او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د همکاريو پر پراختيا هوکړې کړې او ژر به ياد هېواد د اوسپنې پټلۍ د متخصصينو يوه ډله کابل ته راولېږي او په ياده برخه کې به د ځينو مهمو پروژو سروې پيل شي.

د برادر په خبره، د برېښنا واردولو په برخه کې يې هم له ازبېک چارواکو سره خبرې رغوونکې وې او زياتوي چې له دې وروسته به ياد هېواد ته د ۵ سوه مېګاواټه برېښنا په بدل کې د ۲۵۲ ميليون ډالرو پر ځای ۲۲۲ ميليون ډالر ورکول کېږي.

د ریاست الوزرا اقتصادې مرستیال ملا عبدالغني برادر زیاتوي: « کوم قرارداد چې د برېښنا شرکت له خوا شوی و، له ازبېکستان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لین په اړه بحث وشو او له بحث وروسته د دې قرارداد بیه له ۲۵۲ میلیون ډالرو ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټه شوه.»

ملا عبدالغني برادر دغه راز وايي، له دې وړاندې ازبېکستان ته د افغانستان پر ځينو صادراتي توکو بندیزونه لګول شوي وو، خو د یاد هېواد له چارواکو سره تر لیدنې وروسته دغه محدوديتونه هم لرې شول.

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې په دې سفر کي يې د ملا برادر ملتیا کوله وايي، د برېښنا د ستونزو په حل سره به په کور دننه د سوداګرو ستونزې هم را کمې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « هغه مهم قرارداد چې په نږدې ورځو کې به نهايي شي، په ازبېکستان کې له افغان پانګوالو او په افغانستان کې له ازبېک پانګوالو څخه ملاتړ دی. دغه کار نهايي شوی او له اداري پړاوونو تر تېرېدو وروسته به لاسلیک شي.»

په تاشکند کې د اسلامي امارت او ازبېکستان د چارواکو له بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د لا ودې لپاره به ازبېکستان د افغانستان پر ګڼو صادراتي توکو تعرفه هم ټيټه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist