Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېښنا شرکت: اوس هم د اړتیا وړ ۷۹ سلنه برېښنا له بهر واردېږي

برېښنا شرکت: اوس هم د اړتیا وړ ۷۹ سلنه برېښنا له بهر واردېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/17

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو له خبریالانو سره د خپلو وروستیو شپږو میاشتو لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، د برېښنا له درکه یې له پخوانیو سیاستوالو او زورواکو د شرکت ۳۲۲ میلیونه افغانۍ پور ترلاسه کړی، خو لاهم ځینې چارواکي او زورواکي پوروړي پاتې دي.

د دې شرکت سوداګریز چارو  مرستیال  میرویس عطايي وايي، پر پخوانیو سیاستوالو او زورواکو د برېښنا د مصرف له درکه ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پور پاتې دی او ګڼ شمېر هغه کسان محاکمو ته معرفي شوي چې د برېښنا لګښت له ورکړې یې ډډه کړې.

عطايي زیاتوي: « له یو شمېر پخوانیو سیاسیونو او زورمندانو تر اوسه ۳۲۲ میلیونه افغانۍ تحویل شوې او شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لاهم پر دغو کسانو پاتې دي. د دغو پخوانیو چارواکو او زورواکو نومونه محاکمو ته استول شوي او محکمه به یې په اړه پرېکړه کوي.»

په همدې حال کې د برېښنا شرکت چارواکي زیاتوي، د تېرکال پرتله د داخلي برېښنا تولید کچه زیاته شوې او دامهال د ټول هېواد ۲۱ سلنه برېښنا له بېلابېلو کورنیو سرچینو تولیدیږي.

 د دوی په خبره، په وروستیو څو میاشتو کې په کوردننه له ۵۰۰ مېګاواټو زیاتې برېښنا د تولید لپاره پروژې ډیزاین شوې چې ډېری برخه به یې لمریزه او بادي برېښنا وي.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفي‌الله احمدزی وايي: « له نېکه مرغه، موږ چې روان کال ورته ګورو، شاوخوا ۲۱ تر ۲۲ سلنو کورنۍ برېښنا لرو او ۷۱ سلنه هم وارداتي برېښنا ده. حال دا چې تېر کال د وارداتي برېښنا کچه ۸۲ سلنه او د کورنۍ برېښنا کچه کمه وه.» 

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « موږ یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې وکولی شول د ۵۰۵ مېګاواټه داخلي برېښنا د تولید لپاره پروژې ډیزاین کړو. دغه پروژې د کابل، بلخ، هرات، لوګر، لغمان، خوست او ننګرهار په ګډون په مختلفو ولایتونو کې دي. د دغو پروژو ډېره برخه د لمریزې او بادي برېښنا تولید دی.»

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین د برېښنا د پرچاوۍ او ضایعاتو د مخنیوي په موخه، د برېښنا په شبکو کې د اصلاحاتو راوستو خبر ورکوي او وايي، ګڼ شمېر اضافه بار لینونه د ضایعاتو مخنیوي په موخه نوي شوي او دغه راز، د برېښنا په شبکه کې د تخنیکي اصلاحاتو راوستلو له امله، د تېرکال په پرتله ۲۵۰ مېګاوټه برېښنا زیاته شوې او د سلګونه میلیونه افغانیو زیان مخنیوی شوی.

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « تېر کال ژمی دا وخت موږ په هېواد کې ټولټال ۱ زر ۵۳ مېګاواټه تولیدي او وارداتي برېښنا درلوده، خو سږ کال دا مهال موږ ۱ زر ۲۹۸ مېګاواټه برېښنا لرو. دا څرګندوي چې سږ کال د تېر کال په پرتله په شبکو کې د اصلاح له امله ۲۴۶ مېګاواټه برېښنا اضافه شوې ده. موږ تېر کال ۱۱.۷ سلنه تجارتي ضایعات درلودل. موږ په هر یوه فیصد ضایعاتو کې له ۴۵۰ تر ۴۸۰ میلیونه افغانیو تاوان کوو. په تېرو پنځو میاشتو کې موږ دغه ضایعات ۲.۵ سلنه راکم کړي او ۹.۲ سلنو ته مو رسولي دي.»

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو مرستیال میرویس عطايي وايي: « په مېټرونو کې د لاسوهنې شاوخوا ۹۰۰ پېښې په ګوته شوې او له جعل کارانو سره د برېښنا شرکت له اصولو سره سم چلن شوی. همدارنګه د مېټر له نښلولو پرته په مستقیمه توګه له شبکې سره د لینونو وصلولو ۱۱ سوه قضیو مخنیوی شوی.»

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۶ زره انالوګ مېټرونو له ډلې ۳۷ زره یې پر ډیجیټل مېټرونو اړول شوي او ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې د انالوګ مېټرونه کچه صفر شي.

د برېښنا شرکت چارواکي په کور دننه د برېښنا تولید ډېرولو په موخه د هڅو ډېرېدو خبره کوي او زیاتوي چې په دې موخه د لمریزې او بادي برېښنا ترڅنګ، په یوشمېر ولایتونو کې د برېښنا د لویو او کوچنیو تولیدونکو بندونو جوړولو او د هغو توربینونو د بیا رغولو هوډ شوی چې د وخت په اوږدو کې ویجاړ او له کاره غورځېدلي دي.

همدارنګه، د افغانستان برېښنا شرکت په تېرو شپږو میاشتو کې د برېښنا لېږدولو لپاره د شاوخوا اته زره نویو پایو د تولید او جوړولو خبر هم ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist