Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار مرمرو کان قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د کندهار مرمرو کان قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار ولایت د دره نور د مرمر ډبرو کان د کېندنې تړون د امي اوغلو په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

دغه تړون د ۱۰ کلونو لپاره د ۶.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو چې یاد شرکت به یې د اکتشاف، استخراج او پروسېس په برخو کې پانګونه کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارات سرپرست هدایت الله بدري وايي، له دې سره به سلګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بدري زیاتوي: « یاد شرکت به د اکتشاف، استخراج او پروسېس په برخه کې ۶.۲ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي. دغه راز به د کړو ژمنو پر بنسټ خپلې چارې له نړیوالو معیارونو سره سمې ترسره کوي. د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

د ترکي شرکت مسوولین بیا وايي، هڅه کوي د افغانستان د مرمر ډبرې نړیوالو سوداګریزو بازارونو ته معرفي کړي او له دې لارې ورته پیرېدونکي ومومي.

د ترکي قراردادي شرکت مرستیال موسی اوغلو وايي: « زموږ ژمنه دا ده چې غواړو د افغانستان د مرمر ډبرې له تولید او پروسېس وروسته پر نړیواله کچه په سوداګریزه بڼه معرفي کړو، ترڅو په راتلونکي کې خپل ځانګړي پېرودونکي ولري.»

د کندهار ولایت د دره نور د مرمر ډبرو کان د لوی مقیاس له کانونو دی چې یاد ترکي شرکت به د۱۰ کلونو په موده کې د دې کان مرمر ډبرې استخراج او پروسېس کړي.

افغانستان د کاني زېرمو له پلوه غني هېواد دی خو د لسیزو جګړو له افغانانو دا فرصت اخیستی چې د خپل هېواد زېرمې راوسپړي او ګټه ترې واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist