Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد وزارت‎: د بهرنیو بنسټونو مرستو بندېدل به د هېواد پر اقتصادي ودې اغېز ونه لري

اقتصاد وزارت‎: د بهرنیو بنسټونو مرستو بندېدل به د هېواد پر اقتصادي ودې اغېز ونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو او په ځانګړي ډول د امریکا له لوري سياسي، اقتصادي او بانکي بندیزونو د افغانانو پر بشري وضعيت ناوړه اغېز وکړ او ميليونه افغانان يې له فقر او بېوزلۍ سره مخ کړې دي.

له دې سره، امریکا د يوه بل ګام په پورته کولو سره د خوړو له نړیوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) غوښتي چې په بېوزله هېوادونو کې د امریکا بشري مرستې وځنډوي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، امریکا دغه مرستې وروسته له هغې ځنډوي چې د جنورۍ پر ۲۴مه، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې له دې بندیزونو مستثنا اعلان کړې.

د رویټرز خبري آژانس د راپور یوه برخه:« په داسې حال کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خوړو نړیوال پروګرام په اړه یې سمدسي څه نه دي ویلي، خو امریکا هر کال ۲ میلیارد ډالر د خوړو نړیوال پرواکرام ته ورکوي چې له بندیدو سره به یې په یمن، سوډان، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او یو شمېر نورو بې وزله هېوادونو کې د دې پروګرام فعالیتونه ودریږي.»

د سرپرست حکومت اقتصاد وزارت چارواکي بیا د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له خوا کېدونکې مرستې د هېواد اقتصادي ودې لپاره اغېزمنې نه بولي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: « دا چې زموږ د اقتصادي ودې لپاره ټول پروګرامونه او فعالیتونه له خپلو عایداتي سرچېنو تمویل کېږي او په دې برخه کې د بهرنیو بنسټونو او هېوادونو په مرستو باندې متکي نه یو، نو زموږ پر اقتصادي ودې کوم منفي اغېز نه لري. مګر د دغو بنسټونو د فعالیتونو بندېدل عامو خلکو لپاره د معیشتي ستونزو په حل کې کوم چې د اقلیمي تغییراتو، وچکالۍ یا طبیعي حوادثو له خوا غېزمن شوي ول، یوه اندازه اسانتیاوې یې برابرولې چې د لنډ مهال لپاره کولی شي د یو شمېر کورنیو معیشتي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې خپل تأثیرات ولري. خو بیا هم د هېوادوالو لپاره د بېړنیو مرستو د رسېدنې په موخه، تدابیري او حمایتي برنامې موجودې دي او د تشویش وړ خبره نه ده.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي بیا په هېواد کې بشري مرستې مهمې بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې، له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي.

دوی دغه راز پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم غږ کوي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د امریکا د بشري مرستو تشه ډکه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د دغو مرستو بندول به پر افغانانو باندې حتمن ناوړه اغېز ولري. موږ هیله لرو چې د افغانستان حکومت له امریکا پرته نورو هغو هېوادونو سره چې مرستې کوي، دوستو هېوادونو سره، د امریکا خلا ډکه کړي. که داسې نه شي، بیا به په هغه صورت کې یو ناورین رامنځته شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سېلاب سمندر وايي: «هیله مو دا ده چې اسلامي امارت پر وخت کوټلي ګامونه واخلي، له نړیوالې ټولنې سره د نړیوالې او سیمې هېوادونو له لوري په منل شویو اصولو او معیاراتو باندې تعامل ته غاړه کېږدي او افغانستان له دې بشري، اقتصادي او سیاسي بحران وژغوري او د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ او پیاوتیا لپاره لاره هواره کړي.»

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مرستې چې په بېلابېلو مرحلو کې دي، د میلیونونو ډالرو ارزښت لري.

دغه اداره د افغانستان په ګډون په یو شمېر بېوزله هېوادونو لکه یمن، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، سوډان، د منځنۍ افریقا جمهوریت، هایټي او مالي کې د خوړو مرستې برابروي.

د اقتصادي چارو شنونکو په اند، که دا مرستې بندې شي، نو د افغانانو پر ژوند په ناوړه اغېزه وکړي او په هېواد کې به ستر اقتصادي او بشري بحران رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist