Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې پر رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

ننګرهار کې پر رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

د ننګرهار  ولایت شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۳ کلن حشمت الله هغه څوک دی چې تازه یې ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغیو درملنې مرکز کې درملنه شوې.

 نوموړی وايي، د تېرو جګړو پرمهال د کورنۍ غړیو له وژل کېدو وروسته په رواني ستونزو اخته شوی او په وروستيو کې يې ناروغي دومره سخته شوې وه چې خپل ذهني او عصبي توازن يې له لاسه ورکړ.

حشمت الله اوس له رواني ناروغۍ بېرته رغېدلی او وايي، د ژوند لپاره یې یو ځل بیا هیلې پیدا شوې دي.

حشمت الله په دې اړه وايي:« زما په اعصابو فشار او بوج راتله او دماغي ستونزې مې لرلې. زما اعصاب نا آرام و او زه یې په تکلیفولم. زه بیا دلته افغاني سرې میاشتې ته راغلم، اوس جوړ شوی یم. زه له خپلې درمنلې خوشاله یم او غواړم له کورنۍ سره یوځای شم.»

ډاکټران ټینګار کوي چې له رواني ناروغیو د ځان ساتنې غوره لاره سالمه بوختیا او سپورټ دی او په خبره يې، هغه کسان چې پر رواني ناروغیو اخته شوي باید په ټولنه کې ورسره د ښه چلن په کولو مثبته روحيه ورکړل شي.

د رواني ناروغیو معالج ډاکټر میرویس دانش وايي: « د رواني ناروغ لپاره یو ښه ډاکټر د کورنۍ غړی دی، د ټولنې یو ښه وګړی دی، همدارنګه یو ښه روغتون او شفاخانه د هغه لپاره کورنۍ ده او کور دی. د دوی لپاره ښه درمل نېک سلوک، چلن او رفتار دی، ترڅو د ده په سلوک او روان کې ښه والی راشي. دا ډول خلک د نورو له ښه چلن او سلوک متأثره کېږي او په روان کې یې د رامنځته شويو ستونزو مخنیوی کېږي.»

ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین بیا وايي، د نورو کلونو پرتله ننګرهار کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی.

د دوی په خبره، د کافي امکاناتو او مناسب ځای نه شتوالي له امله نه شي کولی په بشپړه توګه د ټولو ناروغانو درملنه وکړي.

خیتځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس قمر ګل نصرت وايي: « موږ دغه ځای په کرایه نیولی او د بستر لپاره کافي ځای نه لرو. په پلان کې ده چې د دې ناروغانو لپاره ستندرد ځای جوړ کړو. په نوي ځای کې به دا ناروغان د هغوی د ناروغۍ کچې ته په کتو بستر او د درملنې امکانات به ورته برابرېږي.»

اوس مهال پر افغاني سرې میاشتې ټولنې سربېره د ننګرهار په حوزوي روغتون کې هم د رواني ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی واټ شته او په رواني ناروغیو اخته کسانو درملنه په کې ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist