Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ البرز والسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

د بلخ البرز والسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/11

د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ هغه سیمه چې نفوس یې له ۱۰۰ زرو تنو اوړي خو لاهم د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره مجهز روغتیایې مرکز نه لري.

د سیمې اوسېدونکي وایي، له لرې پرتو سیمو تر ساعتونو مزل وروسته خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته را وړي، خو دغه کلینیک کې د امکاناتو او متخصص پرسونل د نه شتون له امله، پر درملنې ډاډمن نه دي.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د ولسوالۍ پر کچه یو مجهز روغتون جوړ کړي.

د سیمې یو تن اوسېدونکي وايي: « دا کلینیکونه له موږ ډېر لرې دي، دوه ساعته مزل کوو ترڅو دلته را ورسېږو. موږ غوښتنه کوو چې موږ ته په خپله ساحه کې کلینیک جوړ کړي، ځکه موږ د واورو په وخت کې خپل ناروغان نه شو رسولی.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ درې ساعته مخکې له کوره حرکت کړی او دلته راغلي یو. زموږ سیمه کې نه روغتون شته او نه هم ډاکټر؛ حتا د ټیلفون پایه نه شته چې د خپل عاجل ناروغ په اړه چاته خبر ورکړو.»

سره له دې چې د ځايې روغتیايي مرکزونو غړي امکاناتو او خپلې وړتیا ته په کتو د خدمتونو وړاندې کولو خبره کوي، خو وايي، د بېړنيو او بستر کېدو ته اړو ناروغانو لپاره خونې نه لري.

د البرز ولسوالۍ کلینیک ډاکټر فیض محمد وايي: « ترکومه ځایه چې موږ امکانات لرو، خپله همکاري کوو، لومړنۍ مرستې وړاندې کوو؛ خو کله چې دلته زموږ په وس نه وي پوره، اړوند روغتون ته یې راجع کوو. هغه ناروغان چې په شدیده او متوسطه خوارځواکۍ اخته وي، موږ د دوی لپاره امکانات لرو، همدارنګه د سراپا ناروغانو لپاره هم خدمات لرو، خو نور ناروغان روغتون ته راجع کوو.»

د البرز ولسوالۍ کلینیک ډاکټر سراج وايي: « اوس مهال د کارمندانو له پلوه کمبود نه لرو، خو امکانات کم دي. موږ باید په البرز کې روغتون ولرو کلینیک کفایت نه کوي. موږ دلته د بېړنیو او هغو ناروغانو د درملنې امکانات نه لرو چې روغتیايي حالت یې نازک وي.»

ځايي چارواکي هم ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې له اړوند ادارو سره یې خبرې کړې او تمه ده چې د روغتیا برخې ستونزې را کمې شي.

د البرز ولسوال سیف الله معتصم وايي: « موږ دلته د ولسوالۍ په مرکز کې کلینیک لرو، خو د نورو کلینیکونو په څېر یې امکانات لږ دي. د ناروغانو د بستر لپاره ځای نه لري. دلته یوازې د عادي ناروغانو درملنه کېږي.»

د یادونې وړ ده چې البرز د بلخ هغه لرې پرته او غرنۍ ولسوالي ده چې له مرکز مزار شریف ښار ۸۵ کیلومټره لرې پرته ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist