Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا مرکز ګردېز کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیا مرکز ګردېز کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/31

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۱ مه د ۱۵۰ بستریز رغتون جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه روغتون پر ۲۵ جریبه ځمکه دمتحده عربي متحده اماراتو له لوري د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په مالي لګښت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ جوړېږي.

دوی زیاتوي، د دې روغتون له جوړېدو سره به په دې ولایت کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی لا اسانه شي.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس مولوي معراج ګل عادل وايي: « د دې روغتون په جوړېدو سره به د جنوب ختیځ زون ولسونو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي. موږ بیا هم خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوو چې پر دغو پرمختګونو بسنه نه کوو او تل به هڅه کوو چې تاسو ته معیاري روغتیايي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړو.»

ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په څو نورو ولسوالیو کې هم د یو شمېر نورو کلینیکونو د جوړېدو خبر ورکوي او زیاتوي، د روغتیایي خدمتونو د پراختیا لپاره به خپلې هڅې دوامداره ساتي.

د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان مولوي محمد شریف منګل وايي: « دا شفاخانه به یوازې د پکتیا ولایت پورې محدوده نه وي، انشالله د زون پر سطحه بلکې هر ځای چې د مسلمانانو ضرورت او ناروغان وي، د دې روغتون دروازې به د دوی د ناروغانو پرمخ خلاصې وي.»

د پکتیا د والي مرستیال انعام‌الله صلاح الدین وايي: « د جي اېچ په نوم نور کلینیکونه هم دي چې دا ډېر قوي روغتونونه دي او تقریبا ًداسې لکه د څمکنیو یا د زرمت په شان ۱۲ نور هم منظور شوي او په راتلونکي کال کې به په نورو ولسوالیو کې آبادېږي او ځمکې ورته تثبت شوې دي.»

ورته مهال، د پکتيا اوسېدونکي د دې روغتون په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، د یاد روغتون په جوړېدو سره به يې روغتيايي ستونزې څه نا څه هوارې شي.

د پکتيا اوسېدونکی شمشاد بهرام وايي: « له دې سره به زموږ د خلکو ډېر ستونزې هوارې شي. زموږ ناروغان به کابل ته وړل کېدل یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته محتاج وو چې دلته اقتصادي مسایل، د وېزې او د لارې لګښتونه او ستونزې هم وې، دا به ټول له دې اقدام سره حل شي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی قاري ایوب صابر وايي : « نن ډېره د خوښۍ خبره ده چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د روغتون ډبره اېښودل کېږي. له دې وړاندې زموږ خلک د ډېر نفوس له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، هیله ده دغه ستونزې حل او خلک د روغتون له سهولتونو برخمن شي.»

د پکتیا اوسېدونکی عید محمد وايي: « له دې وړاندې روغتون نه و او ناروغان به نورو هېوادونو ته تلل او په لارو له ډېرو ستونزو سره مخ وو. دا ډېر ښه اقدام دی او باید دا روغتون په داسې ډول جوړ شي چې د ناروغانو تشخیص وشي او نورو هېوادونو ته له تګ څخه خلاص شو.»

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د یاد ۱۵۰ بستریز روغتون چارې داسې مهال پیل کېږي چې په دې ولایت کې د کافي روغتيايي اسانتياوو د نه شتوالي له امله ډېری وخت خلک اړ کېږي چې خپل ناروغان کابل او يا خوست ولایت ته ولېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist