Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت له ۱۵۰ زرو زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړې

روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت له ۱۵۰ زرو زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/28

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی.

د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې  په دغه میاشت کې یې څه باندې ۱۵۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې.

خبرپاڼه کې ویل شوې، دغه سازمان د پنځو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیايي مرکزونو له لارې د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړي کېدو سره مرسته کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پرمهال مو په افغانستان کې ګڼو اړمنو خلکو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړې دي. موږ د پنځو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیایي مرکزونو له لارې اساسي روغتیایي خدمات تر خلکو رسولي دي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د روان   ۲۰۲۴ زېږیز کال د نومبر میاشت په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې شوې چې د تېرې زیږېزې میاشتې پرتله ۱.۳ سلنه کموالی ښیي.

دغه راز په خبرپاڼه کې، په دغه موده کې د شري۳ زره ۴۸۲ شکمنې پېښې ثبت شوې او ۱۲ کسان ترې مړه شوې او د کورونا ۵۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵ کسان یې له امله مړه شوې چې د تېرې میاشتې پرتله ۵۴.۵ سلنه کموالی ښیي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه د کانګو او ډینګي تبې په اړه هم وایي، پېښې یې د تېر پرتله کمې شوې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په نومبر کې د کانګو تبې پېښې هم د تېرې میاشتې له ۹۹ پېښو دغه میاشت کې ۳۱ ته را کمې شوې وې چې ۶۸.۷ سلنه کمښت ښیي. د ډینګي تبې په پېښو کې ۳۰.۱ سلنه او د ملاریا په پېښو کې هم ۵۳.۸ سلنه کموالی راغلی دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په هېواد کې اړمنو خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې لاهم ګڼ شمېر افغانان د روغتیایي خدماتو لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist