Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړيږي

جلالي: د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه جوړيږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/26

د عامې روغتيا وزارت مسوولين مني چې د هېواد پر کچه شاوخوا ۷۲ سلنه وګړي ثانوي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د دغه وزارت سرپرست کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په تېرو څو لسیزو کې د ولسوالیو پر کچه روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې او اوسني روغتیايي خدمتونه هم د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د مولوي نور جلال جلالي په خبره، د هېواد په لرو پرتو ولسواليو او کلیو کې مېشت خلک د ډېرو کوچنيو روغتیایي ستونزو لپاره هم ولایتي او مرکزي روغتیایي مرکزنو ته مراجعه کوي.

جلالي زیاتوي:« د ځينو دقیقو ارقامو پر اساس، د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي ثانوي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د ډېرو کوچنیو روغتیايي ستونزو لپاره هم مرکزي او ولایتي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي. په ولسوالیو کې د داسې روغتونونو نه شتوالی چې د ولسوالۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي، د دې لامل شوې چې ډېر خلک په لوړو لګښتونو او له سختو لارو په تېرېدو سره د ولایتونو مرکز ته لاړ شي. دا په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کورنیو په اقتصاد او په ټوله کې د هېواد په ملي اقتصاد بده اغېزه کوي.»

د عامي روغتیا وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي، اوسمهال د هېواد څه باندې ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې، یوازې ۹۳ ولسوالیو کې کوچني روغتيايي مرکزونه شته دي.

د نور جلال جلالي په وينا، د اسلامي امارت د رهبر له لورې د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو جوړولو لپاره ۷ ميليارده افغانۍ بوديجه منظوره شوې او ډېر ژر به پرې عملي کار پیل شي.

هغه په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د عالي قدر امیرالمؤمنین له لوري  د یوخاص لطف او مرحمت له وجهې بودیجه ورته منظوره شوې ده. قانوني او ابتدايي مراحل یې ترسره شوي او د روغتونونو د تعمیراتو چارې تدارکاتي پروسه یې عملاً پیل کېږي. له لسیزو را په دېخوا تر اوس مهال پورې په ټول هېواد کې نږدې ۱۳ زره بسترونه لرو. په داسې حال کې چې د نویو عمومي روغتونونو په جوړولو سره به نږدې لس زره نور بسترونه هم زیات شي. دا د هېواد په تاریخ کې د روغتیايي سیسټم د پراختیا اړوند ستر او مثبت بدلون او پرمختګ دی او په نتیجه کې به یې د ولسوالیو پر سطحه یو قوي روغتیايي سیسټم راتلونکي کې ولرو.»

په ورته وخت کې جلالي وايي، په دغو روغتونونو کې به په ټولیز ډول، ۲۷ زره مسلکي او اداري پرسونل ته د کار زمینه برابره شي چې د استخدام چارې به یې د یوه منظم پلان او شفاف مکانېزم له لارې تر سره شي.

دغه راز جلالي زیاتوي،  اوسمهال په ټول هېواد کې د ناروغانو لپاره شاوخوا ۱۳ زره بسترونه شته چې د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به نږدې ۱۰ زره نور بسترونه هم زیات شي.

جلالي په دې اړه وايي: « په یادو روغتونونو کې چې هر یو به یې نږدې ۸۵ تنه روغتیايي پرسونل ولري، ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو ته د کار زمینه  برابره شي او د استخدام چارې به یې د یوه منظم پلان او شفاف مکانېزم په اساس ترسره کېږي، انشاالله.»

همدارنګه د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت وايي: « هرکال انشاالله دغه صحي مراکز د پوهنتونونو په شمول باندې موږ ته کافي تخنیکي او مسلکي کادرونه راکوي چې هغه موږ په دغو شفاخانو او روغتونونو کې د یوې شفافې پروسې له لارې وګومارو.»

د عامي روغتیا وزارت سرپرست دا هم وویل، د هېواد روغتيايي سيسټم پیاوړي کولو په موخه يو لړ اصلاحات په پام کې نیول شوې چې په پلې کېدو سره به يې د ولسواليو پر کچه روغتيايي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی زيات شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist