Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کانونو وزارت: د امو سیند نفتي حوزې کې د ۱۸ نورو نفتي څاه ګانو کېندنه پیل شوه

کانونو وزارت: د امو سیند نفتي حوزې کې د ۱۸ نورو نفتي څاه ګانو کېندنه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

د کانونو اوپټرولیم وزارت مسوولین وايي، دا مهال  د امو دریا نفتي حوزه کې د نفتو له ۲۵ څاه ګانو په ورځنۍ کچه ۱۳۰۰ ټنه نفت استراج کېږي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، روان کال د سرپل په قشقري، انګوت او آق دریا نفتي زېرمو کې تازه د ۱۸ نورو څاه ګانو د کېندنې کار هم روان دی.

افغان زیاتوي:« د امو دریا نفتي حوزې اړوند بېلابېلو سیمو لکه قشقري، انګوت او آق دریا کې د اوس لپاره ۲۵ څاه ګانې فعالې دي. له دې څاه ګانو په ورځني ډول شاوخوا ۱ زر۳۵۰ ټنه نفت استخراجېږي او عملا ً د ۱۸ نورو څاه ګانو د کېندنې چارې روانې دي چې یو شمېر یې کېندل شوې او استخراج ته آماده دي، یو تعداد تر کار لاندې دي چې په نږدې میاشتو کې به هم د دغو څاه ګانو د کېندنې چارې تکمیل او عملا ً به استخراج ته آماده شي چې په دې سره به د استخراج په ورځنۍ کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»

افغان وايي، یاد خام نفت د آزاد رقابت له لارې د پروسېس لپاره په کور دننه پر ځينو شرکتونو پلوري او تر پروسېس وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

هغه په دې اړه وايي: « استخراج شوي نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې په کورنیو کارخونو باندې پلورل کېږي. په هېواد کې دننه د نفتو د پروسېس لپاره چې کومې کارخونې موجودې دي، استخراج شوي نفت په هغوی باندې د آزاد رقابت له لارې پلورل کېږي او تر یوه حده پروسېس په کور دننه کېږي.»

بلخ کې د قشقري د خامو نفتو د چاڼ یو شمېر شرکتونو مسوولین وایي، دلته د تصفيه شويو نفتو معيار لوړ دی.

 د دوی په خبره، د دوی پر لابراتوار سربېره يې سرپرست حکومت هم کيفيت اروزي.

د نفتي توکو د چاڼ کارخونې مسوول هامون صمدزوی وايي: « له خامو موادو نه درې ډوله تېل تولیدېږي چې یو یې معیاري ډیزل دي، پټرول دي او مازود دي. دولت باید دا کوشش وکړي چې هغو خلکو ته چې ذخایر او کارخونې لري او دغه راز په تولید کې مستقیمه برخه لري، هغوی ته لومړیتوب ورکړي.»

د نفتي توکو چاڼ کارخونې مسوول محمدالله امرخېل وايي: « کوم استخراج چې فعلا ً په قشقري یا انګوت کې روان دی، دا ډېر کم دی یعنې ناچیز شی دی. په هېواد کې د شته کارخونو ظرفیت ته په کتو ډېر کم دی. له درجه یک مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې د استخراج په اړه جدي پاملرنه وکړي او څومره چې زیاتېږي، همدومره موږ ورسره ترقي کوو او ظرفیتونه ورسره لوړېږي.»

په شمال زون کې بیا د نفتو ټولنې مسوولین خبر ورکوي چې په کوردننه د تېلو پروسېس زیاتوالي سره له ۵۰ تر۶۰ سلنو د بازار اړتیا پوره شوې.

بله خوا، بیا د بلخ کانونو او صنایعو ریاست مسوولین په دې ولایت کې د خامو نفتو چاڼولو د ۱۲ کارخونو له فعالیت او په ورځني ډول د سلګونه ټنه نفتو د پروسېس خبر ورکوي.

په شمال زون کې د نفتي توکو ټولنې مرستیال ملک نادر ساپی وايي: « تقریبا ً له ۶۰ تر ۶۵ سلنو پورې زموږ خپل نفت دي او یو شمېر نور تجاران له بهر هم ډیزل واردوي. زه له اسلامي امارت ګیله لرم، که چېرې څاه ګانې کمې وي، باید نور کار پرې وکړي، بهرنیانو  او مسلکي انجینرانو ته یې ورکړي ترڅو دا څاه ګانې نورې هم ډېرې شي او موږ بهر ته محتاج نه شو.»

د بلخ ولایت کانونو او صنایعو رئیس امام‌الدین سنایي زاده وايي: « موږ د نفتو د پروسېس ۱۲ کارخونې لرو چې ۹ یې فعالې دي او درې نورې به هم ډېره نږدې موده کې فعالې شي. دا تېل له قشقري راځي، دلته تصفیه کېږي او بیا بازار ته عرضه کېږي. دا نو په مختلفو ډولونو دي. زموږ هره کارخونه له ۱۰۰ او ۱۵۰ نیولې تر ۴۵۰ ټنو پورې ظرفیت لري.»

آمو دریا نفتي حوزه کې د نفتو استخراج د یوه قرارداد له مخې، د افغانستان او چین د یوه ګډ شرکت (افچین) له خوا ترسره کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، تېرو درېيو کالونو کې د یادې نفتي حوزې له څاه ګانو شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه اومه نفت استخراج شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist