Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فراه په خاک سفيد ولسوالۍ کې یو روغتيايي مرکز ګټه اخيستنې ته وسپارل شو

د فراه په خاک سفيد ولسوالۍ کې یو روغتيايي مرکز ګټه اخيستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/08

د فراه ولایت لرې پرتې خاک سفېد ولسوالۍ  په ننګ آباد کلي کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ځايي مسوولین وایي، دغه پروژه د ملګرونو د ښځو ادارې په مالي ملاتړ او په افغانستان کې د ښځو لپاره ټولنیزې چوپړتیاوې (واسا) دفتر په تخنیکي همکارۍ بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دوی په خبره، دا مرکز په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کولی شي.

د فراه عامې روغتیا رییس احسان‌الله شاکر وايي: « دا پروژه به د ۱۰ میاشتو په لړ کې تطبیق کېږي او تمه شته چې په راتلونکي کې هم تمدید شي او خدمات یې دوام داره وي.»

د فراه اقتصاد رییس جمال‌الدین جلالي وايي: « د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ خاص د ننګ آباد کلي لپاره دغه خدمات کافي نه دي. له دوی مو غوښتنه  دا ده چې موږ ته لا ډېره توجه وکړي، په ځانګړې توګه دغه کلینیک او د فراه خلکو ته.»

له دې سره، په فراه کې د نړیوالو او داخلي موسساتو مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې شته ستونزو د حل په موخه د ورته یو شمېر نورو روغتیایي مرکزونو جوړولو چارې هم پيل کړي.

په فراه کې د جک بنسټ رییس عبدالوحید رحیمي وايي: « دلته پنځه کلینیکونه دایمي دي او درې نور په ننګ آباد، خشک آبه او اسلام آباد کې هم له نېکه مرغه فعال شول؛ دا ټول ۸ واړه کلینیکونه د خاکس سفېد د خلکو لپاره دي. ډېر ژر به د دې خلکو لپاره یو بل کلینیک یا روغتون هم جوړ شي، په دې اړه له ولایتي چارواکو سره همغږي شوې ده.»

په فراه کې د واسا دفتر رییس عبدالجلیل فروغ وايي: « خدمتونه په معیاري بڼه وړاندې کېږي او موږ هغه ټول ملاحظات په پام کې نیولي چې له ټولنیز پلوه ورته اړتیا ده. دلته ټول ګومارل شوي ډاکټران د همدې ولایت او ولسوالۍ اوسېدونکي دي.»

ځايي اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له شته ننګونو شکایت کوي او وایي، دلته د روغتیایي خدمتونو کموالي او لارو خرابوالي له امله ډېری وخت ناروغان پر لاره ژوند بايلي او هيله ‌من دي چې د نويو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به يې ستونزې څه نا څه حل شي.

د فراه اوسېدونکی الله داد وايي: « زموږغوښتنه دا ده چې د ښځو د زیږون لپاره هم اسانتیاوې برابرې شي، ځکه چې تر ښاره او نورو لرې ځایونو پورې نه رسېږي. همدارنګه که د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره خدمت وکړي، موږ به ډېر خوشاله شوو.»

د فراه یو تن بل اوسېدونکی عبدالقدیر وايي: « دوی دې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، موږ ولس له دوی سره همکار یو او تل یې خدمت کوو.»

خاک سفېد د فراه ولایت یوه له لرې پرتو ولسوالیو ده چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یې اوسېدونکو یې د روغتیایي خدمتونو له کمښت شکایت درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist