Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې پنځه سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل کې پنځه سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو وروسته، په ځلونو له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتل شوي چې د امنیت ټينګښت ته په کتو، راشي او په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

تازه په لندن کې د مېشت افغان پانګه وال له لوري کابل کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د جوړو شویو سړو خونو د مراقبت رییس ذبیح الله وايي: « زموږ د دې سړې خونې د تودوخې درجه مثبت یوه درجه برابره شوې او د ټول سیسټم لپاره خورا دقیق پروګرام جوړ شوی او له نړیوالو ستندردونو سره سمون لري. موږ د سړې خونې په داخل کې هره ورځ دوه ځلې ټولې اېښودل شوې ټوکرۍ چیک کوو او زموږ کاري ټیمونه تل د مراقبت په حال کې دي.»

دغه سړې خونې چې اوس مهال ۳ زره ټنه مڼې په کې اېښودل شوې دي، مسوولین یې وایي، موخه یې د هغو مېوو له خرابېدو  مخنیوی دی چې د موسم پر را رسېدو سره تر ډېره خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

پانګه وال حبیب جمال زوی وايي: « ما وغوښتل چې راشم او خپل وطن ته خدمت وکړم. زموږ ارادې او نیتونه پاک دي او پلان لرم چې راتلونکی کال ۳ میلیونه ډالره نور هم پانګونه وکړم. له بده مرغه هر کله چې زموږ د مېوو فصل ورسېږي، ګاونډیان خپلې دروازې بندې کړي او زموږ مېوې خرابې شي. له همدې امله زموږ ولس او اقتصاد له ستونزو سره مخ دي. همدارنګه، زموږ تازه مېوې او سبزیجات ځي ګاونډیو هېوادونو ته او هلته سټور کېږي، خو بیا بېرته راځي او په موږ یې پر لوړه بیه خرڅوي.»

په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د سړو خونو اړتیا ته په کتو، له دغې پانګونې هرکلی کوي خو ترڅنګ یې غوښتنه کوي چې د ټاکلې مودې له ساتنې وروسته دې ساتل شوې مېوې پر لوړه بیه نه پلورل کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرۍ څانګې مرستيال عبدالجلیل وايي: « همدا چې امنیت وي، پانګوال پانګونه کوي. زه له حاجي صاحب حبیب مننه کوم چې خپله پانګه یې له لندن را انتقال کړه او دلته یې پانګونه وکړه. په راتلونکي کې هم توقع لرو چې خپله دی، همکاران او ملګري یې او دغه راز د نړۍ په هر هېواد کې زموږ هېوادوال راشي او دلته پانګونه وکړي، خلکو ته کار ایجاد کړي ترڅو د ځوانانو او له وتلو څ مخنیوی وشي.»

دا سړې خونې په داسې مهال جوړېږي چې د سړو خونو نه ‌شتون له کبله د افغانستان تازه مېوې د ګاونډیو هېوادونو له خوا په سړو خونو کې ساتل کېږي او بیا د اړتیا پرمهال بېرته پر لوړه بیه پر افغانستان پلورل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist