Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له چین د وارداتي توکوجوپه بلخ ته را ورسېده

له چین د وارداتي توکوجوپه بلخ ته را ورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/24

د افغانستان سوداګرو په سوداګریزو توکو بار ۵۵ کانټینره جوپه له قزاقستان او ازبېکستان هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۳ مه) د بلخ ولایت حیرتان سوداگریز بندر ته را ورسېده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي په حیرتان بندر کې د چین او افغانستان ترمنځ د ځمکني دهلېز له لارې په سوداګریزه راکړه ورکړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له چین سره به اړیکې لا پراخې شي.

عزیزي په دې اړه وویل: « موږ غواړو له چین د وارداتي توکو د راټولولو لپاره په زونونو کې مرکزونه جوړ کړو. د دغو مرکزونو له جوړېدو او د سالنګ لویې له لارې له بېرته خلاصېدو وروسته به زموږ صادرات ډېر اغېزناک شي.»

په همدې حال کې، دغه اقدام د خصوصي سکټور له هرکلي سره مخ شوی او وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزې راکړه ورکړې له زیاتوالي سره، د توکو لېږد رالېږد لګښتونه هم کم شي .

د بلخ  صنایعو او کانونو رییس امام‌الدین سنایي ‌زاده وايي: « دغه توکي چې نن له چین د ازبېکستان له لارې افغانستان ته راغلي، په نېک پال نیسو. له بهرنیو هېوادونو سره ځمکني دهلېزونه زموږ د صنعت د پرمختګ لپاره زمینه چمتو کوي.»

د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس اسدالله اسدي له چین سره د سوداګریزې راکړه ورکړې اهمیت دا ډول بیانوي: « له چین سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډېرول، د حمل او نقل د لګښتونو کمېدل، نویو توکو ته لاسرسی، په پخوانیو بندرونو د اتکا کمېدل، د دغې لارې سترې لاسته راوړنې دي.»

بلخ کې د ازبېکستان سرکونسل جعفر فتایوف وايي: « موږ دواړه نېک ګاونډیان یو، یو ګاونډی پر بل حق لري. موږ تل ستاسو ترڅنګ ولاړ او خدمت کې یو. انشا الله د ښه ګاونډیتوب اصول به رعایت کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېرو کالونو کې له افغانستان نورو هېوادونو ته په کلني ډول د صادراتو کچه ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تازه څرګندونو کې دغه ارقام سږکال شاوخوا ۲ میلیارده ډالره ښودل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist