Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف د خوارځواکو ماشومانو تشخیص لپاره یو میلیون ماشومان معاینه کړي

یونیسف د خوارځواکو ماشومانو تشخیص لپاره یو میلیون ماشومان معاینه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د تشخیص لپاره د ماشومانو معاینه کېدو خبر ورکوي.

د دغه صندوق له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي،  په تېر سپټمبر کې افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د تشخیص لپاره څه باندې یو میلیون ماشومان معاینه شوې.

بیان کې پر خوارځواکۍ د تازه اخته شویو افغان ماشومانو کره شمېر نه دی ښودل شوی، خو په خپل وروستي راپور کې يې د روان کال په تلې میاشت کې له ۳۴۳ زره زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته بللي دي.

 بیان کې راغلي: « د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په تېر سپټمبر کې د افغانستان پر کچه له یو میلیون ډېر ماشومان د خوارځواکۍ د تشخيص له امله معاینه کړې دي. دا پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېژندنې لپاره لومړنی ګام دی. په افغانستان کې وروستۍ موندنې په ډاکه کوي چې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان کچه څومره ده؟»

ډاکټران پر خوارځواکۍ د ماشومان اخته کېدو لامل د کورنیو فقر او له ویټامین لرونکو خوړو ګټه نه اخیستل بولي.

دوی په کورنيو کې د زېږون ترمنځ د واټن نه مراعتول هم پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل یادوي.

ډاکټرعبدالحق قاضی‌ زاده وايي: « خلکو ته په کار ده چې د خپله کورنۍ کنټرول وساتي او د کورنۍ لپاره پلان ولري. ځکه چې نن سبا یوه غریبه کورنۍ نهه یا لس ماشومان لري او د دومره ماشومان مړول ډېر ګران کار دی. که موږ کورنۍ کنټرول کړو او دوه یا درې ماشومان ولرو، موږ کولی شو د کمیت او کیفیت له پلوه کافي خواړه د دوی لپاره چمتو کړو او په دې سره خپل ماشومان له خوارځواکۍ وساتو.»

ځینې نور بیا  د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پر وخت د ماشومانو واکسینول غوره لار بولي او زیاتوي چې د وزن کمولو په صورت کې باید ډاکټر یا هم د روغتیا برخې مشاور ته مراجعه وشي، ترڅو پر خوارځواکۍ د اخته کېدو مخنیوی وشي.

ډاکټر فرید احمد عمري وايي: « که چېرې زموږ ماشوم خپل وزن له لاسه ورکوي، باید ژر تر ژره له خپل ډاکټر سره مشوره وکړو، ترڅو زموږ ماشوم د خوراځواکۍ خواته لاړ نه شي.»

عامې روغتيا وزارت چارواکو موده وړاندې تایيد کړه چې د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې یې ثبت کړې دي.

هڅه مو وکړه چې له دې وزارت پر خواځواکۍ د اخته ماشومانو کره شمېرې ترلاسه کړو، خو وياند يې مالومات رانه کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist