Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سېف ده چلډرن: هر کال نړۍ کې ۴.۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري

سېف ده چلډرن: هر کال نړۍ کې ۴.۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/17

د ماشومانو ژغورنې نړیواله اداره (سېف ده چېلډرن) وايي، نړۍ کې هر کال ۴.۹ میلیونه ماشومان د داسې ناروغیو له امله ساه ورکوي چې درملنه یې شونې ده.

دغې ادارې له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، د اقلیم بدلون، شخړې او جګړې او نړیوال بېړنی روغتیايي حالت هغه ګواښونه دي چې د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

راپور کې ویل شوي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي؛ ځکه چې ماشومان هم د ژوند کولو حق لري.

د راپور یوه برخه:« «هر کال په نړۍ کې ۴.۹ ميلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري. د اقلیم بدلون، شخړې او نړیوال بېړنی روغتیايي حالت په ټوله نړۍ کې د ماشومانو ژوند ګواښي، خو اوس د عمل وخت دی او هر ماشوم د ژوند کولو حق لري.»

افغان ماشومان هم له دې ګواښوونکي وضیعت خوندي نه دي.

په افغانستان کې د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت، اقلیمي بدلون او اوږدو جګړو د افغان ماشومانو ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی، له زده کړو یې ایستلي او درنو کارونو ته یې اړ کړي دي.

د کابل ښار د موټرو د ترمیم په یوه سرای پر کار بوخت ماشوم وايي: « سهار اوه بجې راځم د ماښام تر اوو بجو کار کوم. هره ورځ ۵۰ افغانۍ راکوي او کور ته پنځه دانې ډوډۍ وړم. زه تر ځان لوی وروڼه نه لرم او پلار مې شهید شوی. د دې لپاره مکتب ته نه ځم چې څو روپۍ پيدا کړم او کور ته ډوډۍ یوسم.»

یوتن بل کارګر ماشوم وايي: « سهار وختي شپږ بجې راوځم او د شپې تر لسو یا یوولسو بجو پورې دلته کار کوم. کله ۱۰۰ شي کله ۱۵۰ او کله هم ۵۰ یا ۶۰.»

کابل ښار کې یوه کارګره ماشومه وايي: «وروڼه مې کوچني دي، شپږ بجې ښوونځي ته ځم او لس بجې رخصت کېږم او بیا راځم دلته کار کوم. ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ کارکوم  او ډوډۍ وړم.»

یو بل کوچنی ماشوم وايي: « اووه بجې له کور راوځم او تر شپږ شپږنیمو بجو کار کوم بیا ځم کور ته. ۱۵۰ تر ۲۰۰ کار کوم او کور ته ډوډۍ وړم. ښوونځي ته تلم خو محروم شوم.»

په ورته وخت کې د کارو او ټولنیزو چارو وزارت وايي، جګړو او طبیعي پېښو افغان ماشومان له ستونزو سره مخ کړي خو اوس مهال زرګونه بې سرپرسته  افغان ماشومان د دې وزارت په روزنتونونو کې چې لګښت یې د حکومت له بودیجې ورکول کېږي، تر روزنې لاندې دي.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي: « دا چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو لومړی لاس قربانیان ماشومان دي، په افغانستان کې د تېرو جګړو او ناخوالو له امله ماشومان ډېر زیانمن او متأثره شوي دي. دغې ستونزې ته د رسېدو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغه یتیم او بې سرپرسته ماشومان چې له ستونزو سره مخامخ وي، د دوی لپاره یې په کابل او ولایتونو کې روزنتونونه فعال کړي چې خوشبختانه د ۱۰ زرو په شاوخوا کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان په کې ساتل کېږي. همدارنګه په دغو روزنتونونو کې یادو ماشومانو ته د تعلیم او تربیې ترڅنګ د ژوند نور سهولتونه او امکانات هم برابر شوي دي.»

ابراهیمي شمشاد سره د خبرو پرمهال له ټولو هغو نړیوالو ادارو او بنسټونو چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي، وغوښتل چې د افغان ماشومانو ستونزو ته هم پاملرنه وکړي او د ژوند د ښه والي لپاره یې د حکومت له لارې مرستې پیل کړي.

ابراهیمي زیاته کړه: « پر نړیواله کچه هغه بنسټونه او موسسات چې د ماشومانو ستونزو ته رسېدنه یې مسوولیت او مکلفیت دی، له هغوی مو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له اصولو سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ګډه همغږۍ او نږدې همکارۍ د دغو ماشومانو ستونزو ته په رسېدنه کې خپل مسوولیت په سمه توګه اداء کړي.»

ماشومان د ټولنې او هېوادونو راتلونکی یادېږي، خو نه یوازې په افغانستان بلکې ډېرو هېوادنو کې د تاوتریخوالي، طبیعي پېښو او د ولسونو د اقتصادي ستونزو لومړۍ درجه قربانیان دي.

د رسمي شمېرو له مخې، هرکال په نړۍ کې نږدې ۵ میلیونه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist