Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عامې روغیتا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره کتلي

د عامې روغیتا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/17

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د سعودي عربستان په جدې ښار کې د میکروب ضد درملو یا انټي بیوټیک پر وړاندې د مقاومت کمولو اړوند کنفرانس څنډه کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر تېدروس ادانوم سره د افغانستان پر روغتيايي سکټور خبرې کړې.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، کتنه ک په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، د نویو روغتیایي مرکزونو پر جوړولو، له ساري ناروغیو سره پر مبارزې، د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت پر کمولو، په اغېزناک ‌ډول د درملو پر کارونې او همدارانګه په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) پر مخنیوي خبرې شوې.

زمان زیاتوي:« دغه لیدنه د تېرې لیدنې په تعقیب چې په جینوا کې ترسره شوې وه، د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره په مرسته او دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو خبرې شوې. د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان د لرې پرتو سیمو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو جوړولو او همدارنګه د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو رسولو، له ساري ناروغیو سره د مبارزې او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ محو کولو لپاره د هڅو خبرې ترسره کړې دي.»

د عامې روغتيا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان د روغتیایي سیسټم ښه ‌والي او د روغتیایي خدمتونو لا معیاري کېدو په اړه دې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

زمان په دې اړه وايي:« د عامې روغتیا وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې موږ هڅه کوو لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات کړو. په همدې موخه به له خپلې داخلي بودیجې د ولسوالۍ د کچې روغتیايي مرکزونه جوړوو. د دې ترڅنګ یې یادونه وکړه چې نړیوال باید د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره دوامداره مرسته وکړي، ترڅو موږ وکولی شو روغتیايي خدمات لا معیاري کړو او باید هر هغه څه ترسره شي چې په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د پراختیا لپاره اړین دي.»

په ورته وخت کې، ډاکټران دغه ډول ليدنې مهمې بولي او له نړیوالو غواړي چې د افغانستان روغتیایي سیسټم د لا پياوړي کېدو په موخه اغېزناک ګامونه واخلي.

ډاکټر نور نبي بشیري وايي: « د روغتیا په اړه کتنې که په هره کچه وي، د دولتونو ترمنځ یا د خصوصي سکټور په کچه یا هم د بهرنیو موسساتو له لارې وي، دا یو نېک ګام دی خو په دې شرط چې دا لیدنې کتنې د مسلکي خلکو، په کارپوهو او تجربه لرونکو کسانو له خوا ترسره شي. د دې کتنو محتوا او طرحه باید مالومه وي، د دې طرحې لپاره باید لازم ګامونه واخیستل شي، بودیجه ورته تصویب شي او دا بودیجه بیا د مسلکي خلکو له لارې په مصرف ورسول شي او و ارزول شي.»

دا ليدنه په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، لا هم د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي کافي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ژوند یې ورځ تر بلې له ګواښونو سره مخ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist