Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عامې روغتیا وزارت سرپرست سعودي عربستان ته په سفر تللی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست سعودي عربستان ته په سفر تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/16

د عامي روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د «میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت» په نوم غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، ناسته کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کموالي، د دغو درملو د سمې کارونې او د میکروبي ناروغیو پر وړاندې د ګډې حل لارې پر موندلو خبرې کېږي.

هغه په دې  اړه وايي:« د دې سفر اصلي موخه په جدې ښار کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت په تړاو د وزیرانو څلورمه غونډه کې ګډون دی. په دې غونډه کې په دې بحث کېږي چې څنګه کولی شو پر نړیواله کچه یا هم د هېوادونو پر سطحه د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کچه یوه اندازه راښکته کړو. همدارنګه د انټي بیوټیک یا میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت ګراف په راټیټولو خبرې وشي. له بده مرغه په دې ورستیو کې نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ پر کچه د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت ګراف لوړ شوی او دا ګڼ عتلونه لري. په افغانستان یا ځینې نورو هېوادونو کې یې یو علت دا دی چې ځینې وختونه په خپل سر درمل  کارول کېږي.»

بل پلو، ډاکټران د میکروبونو زیاتوالی په موسمونو پورې تړلې مساله بولي او زیاتوي چې د ډېری ناروغیو د زیاتوالي لاملونه د هوا ککړتیا، د غیر معیاري سون توکو کارول او د ناپاکو اوبو کارول دي.

ډاکټرمحمد شاه په دې اړه وايي: «دا فرق کوي، ځينې یې د موسم له امله وي، یانې کله چې هوا سړه شي نو زکام، ټوخی، د ستوني درد، سینه او نفس تنګي ناروغۍ زیاتېږي؛ همدارنګه د هوا ککړتیا، د بې کیفیته درملو کارول، د ذغالو، ربړ او ټایرونو په څېر بې کیفیته سون توکو کارول او دغه راز د ناپاکو اوبو کارول د دغو ناروغیو د زیاتېدو سبب کېږي. اوس مهال کابل کې اوبه ډېرې خرابې شوې دي»

یوشمېر نور بیا د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت د کموالي اصلي لامل د بې کیفیته درملو کارونه بولي او هېواد ته پر واردېدونکو درملو د سمې څارنې ترڅنګ، د بې کیفیته او قاچاقي درملو د مخنیوي غوښتنه کوي.

ډاکټر فرید احمد تسل وايي: «ځینې درمل د میکرونو پر وړاندې ښه دي، موږ دلته خپل داخلي تولیدات لرو. باید اسلامی امارت د درملو د قاچاق لپاره هڅې وکړي او مخه یې ونیسي. باید په ګمرکونو او هغو بندرونو کې ښه لابراتوارونه فعال کړي چې درمل پرې واردېږي، ترڅو هلته د درملو کیفیت وکتل شي.»

سعودي عربستان ته د جلالي دغه سفر داسې مهال دی چې عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې هم افغانانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو د ټینګار ترڅنګ، په دې برخه کې د لازیاتو څېړنو او علمي نظرونو سره مل پر نړیواله کچه د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو له زیاتوالي خبر ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist