Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د سرطان ناروغۍ مخنیوي او تشخیص بنسټ پر کار پیل وکړ

کابل کې د سرطان ناروغۍ مخنیوي او تشخیص بنسټ پر کار پیل وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

په کابل کې د سه شنې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۲ مه) د سرطاني ناروغیو د مخنیوي لپاره د افغانستان موسسې په نوم نوي بنسټ پر کار پیل وکړ.

 د دغه بنسټ مشر په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال وویل، له دې کاره یې اصلي موخه په هېواد کې د سرطان او سرطاني ناروغیو تشخیص، مخنیوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ دی.

 د احمد جاوید ساپي په خبره، د اروپايي ټولنې د ۳۰میلیونه یورو مرستې ترلاسه کولو سره څنګ کې یې د ترکیې او پاکستان په ګډون له شپږ هېوادونو سره ګډه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې په نوبتي ډول مالي مرستې ترلاسه کړي.

ساپی په دې اړه وايي: « موږ به په افغان هېلټ روغتون کې د سرطان یو مرکز له دې امله جوړوو چې په سرطاني ناروغیو اخته ناروغان چې کله یې تشخیص کېږي، چېرته به ځي؟ د دوی لپاره به داسې یو مرکز وي چې  دوی په کې خپله درملنه وکړي.»  

ساپی د سرطاني ناروغیو په برخه کې شوې هڅې کافي نه بولي او وايي، د ناکافي هڅو له امله خلک اړ دي چې پر دې ناروغۍ اخته کسان د درملنې لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته یوسي.

بل پلو، د روغتیا وزارت چارواکي په تېرو درېیو کلونو کې د یادې ناروغۍ په برخه کې د لازمو ګامونو پورته کېدو ترڅنګ له مرسته کوونکو خواوو غواړي چې خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول محمد داوود منصوري وايي: « دا په پوره باور سره ویلی شم، هغه لګښتونه چې اوس په دې برخه کې کېږي، که له روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترسره  او لومړیتوبونه، مشکلات او د ساحو تعادل یې په پام کې ونیول شي، باور لرم چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنو ستونزې به حل شي. خو له بده مرغه دلته د راتلونکو مرستو لویه برخه پر لګښتونو مصرف کېږي.»

د دې ترڅنګ، یوشمېرنور حکومتي چارواکي چې د دې موسسې پرانیستغونډې ته راغلي وو، د تېر په پرتله د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي یو لوی لامل په هېواد کې پرله پسې جګړې او له کبله یې د زهرجنو کیمیاوي موادو خپرېدل ګڼي.

د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي: « افغانستان ته د خطرناکو ناروغیو د راتګ لوی لامل د بهرنیانو تجاوز، اشغال، ظلم او وحشت دی. دا ښکاره خبره ده چې دا د انسان پر صحت خطرناک اثر لري.»     

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیايي ادارو د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۴۰زره افغانان د سرطان پر ناروغۍ اخته کیږي چې په کور دننه د لازمو امکاناتو نه شتون او پر وخت د نه تشخیص کېدو له امله، ډېری دغه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist