Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بې پولې ډاکټران؛ په هرات کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې

بې پولې ډاکټران؛ په هرات کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/12

د تېرو څو کلونو په پرتله په هرات کې د ماشومانو د سرخکانو یا شري ناروغي زياته شوې ده. د بې پولې ډاکټرانو سازمان موندنې ښيي چې هرات کې روان کال د شري ناروغي پنځوس سلنه زياته شوې او په دې موده کې څه باندې ۱۷۰۰ ماشومان پرې اخته شوي دي.

د دې سازمان په خبره، په هرات کې پر شري اخته ماشومانو ۶۷ سلنه له يوه کال کم عمر لرونکي دي او له ډلې يې پنځه سلنه ماشومانو ژوند هم بايللی.

د هرات حوزوي روغتون کې د بې پولې ډاکترانو مسوول حمیدالله ساغري وايي: « د روان کال په اوږدو کې ټولټال ۱ زره ۷۰۰ ناروغان د درملنې تر پوښښ لاندې نیولي چې ډېره برخه یانې ۶۷ سلنه یې له یوه کال څخه کوچني ماشومان وو. له نېکه مرغه ډېره مړینه مو نه لرله او د ناروغۍ شدت ته په کتو یوازې پنځه فیصده وه.»

مسوول ډاکټران د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي کموالی، بېووزلي او ککړ چاپېريال په هرات کې د شري د زياتوالي لوی لاملونه بولي.

حمیدالله ساغري زیاتوي: « خلک خپل ماشومان نه واکسینوي. کله چې ماشومان واکسین نه شي، پېښې زیاتېږي او د دې لامل کېږي چې لا ډېر ماشومان پرې اخته شي. دا کار ډېر دلایل لري، لکه بې سوادي، بېوزلي، د پاکۍ نه رعایتول او نور عوامل د دې ناروغۍ د خپرېدو سبب کېږي.»

بله خوا، د هرات اوسېدونکي وایي، که څه هم د ماشومانو درملنې لپاره یې په دې ولايت کې اسانتياوې شته، خو د پایوازانو لپاره د مناسب ځای نه شتون او سړه هوا سبب شوې چې له ستونزو سره مخ شي او یو شمېر کسان روغتون ته د خپلو ماشومانو له وړلو ډډه وکړي.

د محمد خان په نوم د هرات اوسېدونکی وايي: « موږ د روغتون مشرانو ته ورغلو او ورته مو وویل چې موږ ته یوڅه راکړي، یو کانټینر را خلاص کړي، دلته کانټینرونه شته خو دروازې یې بندې دي. هوا سړه ده او زموږ وضعیت هم ورسره خراب دی، داسې چې لویان هم ناروغان شول. ۱۵ ورځې کېږي چې زما ماشوم ناروغ دی او زه دلته په سیمنټو ورته پروت یم.»

د هرات اوسېدونکی رمضان په دې اړه وايي: « ماشومان ښه دي خو زموږ ځای دلته د باندې ډېر خراب دی. درې ورځې کېږي دلته یم، د خدای شکر دی ماشومانو ته ښه رسیدګي کېږي.»

د بې پولي ډاکترانو له معلوماتو سره سم، د هرات حوزوي روغتون ته په شري اخته راوړل شویو ماشومانو۷۶ سلنه د هرات او پاتي نور یې د بادغیس او فراه ولایتونو دي. د دوی په خبره، سږ کال د دغو ناروغانو لپاره ۱۰ زره ډوزه د شري واکسین هم چمتو شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist