Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لغمان کې سلګونه ښځو ته کاري فرصتونه برابر شوي

لغمان کې سلګونه ښځو ته کاري فرصتونه برابر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخانې مالکه بس بي بي وايي، په دوو کاري شیفټونو کې یې ۳۰ تنو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې او په غالۍ اوبدلو بوختې دي.

د بس بي بي په خبره، که ملاتړ یې وشي نو کارونه به یې لا وغوړېږي او ډېرو نورو ښځو ته به هم د کار کولو زمینه برابره کړي.

هغه په دې اړه وايي: « ۳۰ تنې ښځې او نجونې دي او دلته کار کوي. دا ښځې او نجونې وايي، دلته ترلاسه کېدونکو پیسو یې اړتیاوې نه پوره کېږي. زه کوشش کوم داسې موسسه یا اداره پيدا کړم چې موږ ته معاش راکړي او موږ ورته کار وکړو، ترڅو هم زموږ کار وشي او هم د دوی.»

په دغه کارخونه کې پر کار بوختې ښځې وايي، خوښې دي چې د خپل لاس په کړې خوارۍ کورنۍ ته پيسې ګټي، خو ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید دوی ته د کاري زمینو له زیاتولو سربېره د دوی د عصري زده ‌کړو لپاره هم زمینه برابرې کړي.

یوه غالۍ اوبدونکې ښځه وايي: « ۳۰ تنې دلته کار کوو، ۱۵ له غرمې وړاندې او ۱۵ له غرمې وروسته. ۵۰ تنې نورې ښځې هم په خپلو کورونو کې کار کوي. موږ له موسسو او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې موږ ته د کار نورې زمینې هم برابرې کړي؛ ځکه په دغو پيسو زموږ ګوزاره نه کېږي چې دلته یې راکوي.»

یوه بله غالۍ اوبدونکې نجلۍ له اسلامي امارت د زده کړو غوښتنه کوي او وايي: « زموږ ښوونځي تړل شوي، له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې موږ ته د زده کړو اجازه راکړي. موږ کولی شو نیمه ورځ درس ووایو او نیمه ورځ بیا کار وکړو.»

بله خوا، د لغمان ځايي چارواکي وايي، اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه ښځو ته د دوی په کورونو کې کاري زمینې برابرې شوې چې ډېری یې پرغالۍ اوبدلو، خیاطۍ او لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي.

د لغمان د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد وايي: « نیږدې سلګونه ښځو لپاره مو پروګرامونه په کار اچولي چې په دې کې د غالۍ اوبدل دي، د وړیو ورېشنلو مرکزونه دي، د خیاطۍ پروګرامونه، حرفوي زده کړې، لاسي صنایع جوړول او ځینې نور پروګرامونه په کې شامل دي.»

د مالوماتو پر بنسټ، لغمان کې د ښځو په لاس جوړ شوي بېلابېل توکي د ښه کیفیت لرونکي دي او د بازار موندنې په برخه کې یې هم بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist