Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سولې کلی: سوځېدلو او د هډوکو پر ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو درملنې ته دوام ورکوو

د سولې کلی: سوځېدلو او د هډوکو پر ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو درملنې ته دوام ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

د جرمني سولې کلي خیریه بنسټ چې له کلونو راهیسې د هغو افغان ماشومانو درملنه کوي چې د بدن غړي یې سوځېدلي یا هم د هډوکو پر ناروغۍ اخته دي.

دغه بنسټ په دې وروستیو کې  ۸۹ تنه هغه افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته وړي چې په افغانستان کې يې درملنه ناشونې وه.

د یاد بنسټ استازې ګلوډیا وايي، هڅه کوي د درملنې لپاره جرمني ته د لېږدېدونکو ماشومانو پالنه په غوره توګه وشي.

ګلوډیا په دې اړه وايي:« موږ پوهېږو چې تاسو ته د ماشومانو لرې ‌والی سخت دی، خو ښه دا ده چې د ماشومانو درملنه مو وشي. موږ هم اولادونه لرو او هڅه کوو چې ستاسو ماشومان د مور او پلار کمی احساس نه کړي. موږ به ستاسو ماشومانو ته د مور او پلار په شان مينه ورکړو.»

بله خوا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین له یاد خیریه بنسټ د مننې تر څنګ غوښتنه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي او جرمني ته د ناروغو ماشومانو د وړلو شمېر زیات کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: « په آخر کې یو ځل بیا د سولې کلي له موسسې مننه او غوښتنه کوو چې دلته افغانستان کې یوازې دا ۸۹ ناروغان نه دي بلکې د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی. افغانستان یو لوی او عزتمند هېواد دی او الحمدالله ښه نفوس لرو، نو په دې کې ډېر زیات داسې مریضان دي چې دوی دا خپله احصائیه نوره هم اضافه کړي.»

ورته مهال، د ناروغو ماشومانو د کورنۍ غړي خوښ دي چې د ماشومانو درملنه يي کیږي.

 دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې يادو ډاکټرانو ته زمينه برابره کړي چې د دغو ماشومانو درملنه په کوردننه وکړي.

د یوه ناروغ ماشوم پلار شرف الدین وايي: « له دې موسسې نه مو دا هیله ده چې دا پروسه لږ زیاته کړي، مریضان لږ زیات  یوسي؛ ځکه چې په افغانستان کې دا ډول مریضان ډېر دي. نو له دوی مې هیله دا ده چې شمېر یې زیات کړي.»

همدارنګه د یوه بل ناروغ ماشوم پلار سید مجتبی وايي: « زه د افغاني سرې میاشتې د دې همکاریو او د آلمان د کلي خیریه موسسې له همکاریو چې د دې کړېدلي ولس سره کوي او هغه ماشومان چې دلته یې درملنه نه کېږي دوی یې له ځانه سره بیايي او هلته یې په پوره پوره امانت سره د دوی هر ډول خدمت او د دوی د علاج لپاره زمینه برابروي.»

د مسوولینو په خبره، د سولې کلي خيریه بنسټ په تېرو دوو کالو کې د ۴ زره ۹۲۰ تنو ناروغو ماشومانو درملنه کړې او دامهال شاوخوا۱۲۰ تنه افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې لاندې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist