Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چينايي پانګوالو د افغانستان کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چينايي پانګوالو د افغانستان کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د چين په هونان ولايت کې د کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس ترسره شو چې په کې د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت يوه پلاوي هم ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې چینايي پانګوالو په افغانستان کې د سرو زرو، مسو، نفتو، ګازو، لیتیمو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې.

خبرپاڼه کې دغه اقدام د کابل او بېجينګ پر ګټه بلل شوی او يو وار بيا يې له بهرنيو پانګوالو یې غوښتنه کړې چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې کنفرانس کې د هېواد پانګوالو هر یوه خپل شرکتونه معرفي کړل او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو، ګازو، لیتیمو، سربو او جستو کانونو د سروې، دغه راز په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړولو، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو غوښتنه وکړه او چینایي پانګوال د افغانستان کانونو په سکټور کې پانګونې ته وهڅول شول.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان  بهر ته دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي او وایي، د چینايي شرکتونو له استازو سره له لیدو کتو داسې برېښي، چې دغه شرکتونه د افغانستان کانونو د کېندنو قراردادونو په ترلاسه کولو کې له نورو ځان مخکې کوي او په خبره يې، سرپرست حکومت دې په يادو قراردادونو کې د افغانستان ګټې په جديت سره په پام کې ونيسي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو پر ګټه دي. له حالاتو داسې ښکاري چې چینایان ډېره لېوالتیا لري چې د افغانستان پر کانونو باندې پانګونه وکړي. اسلامي امارت ته لازمه ده چې د کانونو په قراردادونو کې باید ملي ګټو ته ډېره جدي پاملرنه وکړي.»

که څه هم د کانونو استخراج او د دغه صنعت غوړېدل کلونه وخت ته اړتیا لري، خو د  کانونو متخصصان وايي، د کانونو ظرفیت دومره لوړ دی چې د تلپاتې امنیت په صورت کې تر استخراج وړاندې به لا د ډېرو پانګوالو پام ځان ته واړوي، خو دا کار د سرپرست حکومت پر کچه ښه مدیریت ته اړتیا لري.

خو آيا په اوسنیو شرایطو کې د کانونو استخراج او له عوایدو یې د خلکو د ژوند او اقتصاد په ښه کولو کې ګټه اخیستل شوني دي؟

د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل په دې اړه وايي: « په کار دا ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان طبیعي منابع په مکانیزه ډول استخراج شي او د پروسېس لپاره یې همدلته په هېواد کې زمینه برابره شي. د دې لارې به کاري فرصتونه ډېر او ملي اقتصاد به پياوړی شي. دا ځکه چې په اوس وخت کې زموږ زیاته بشري قوه له هېواد بهر د نورو هېوادونو په خدمت کې ده، هغوی ترې ګټه اخلي او اقتصادونه یې ورباندې پياوړي دي. په دې سره به زموږ د بشري اقتصادي قوې د تېښتې مخه ونیول شي او ټول خلک به په کور دننه د یوه سپېڅلي کار خاوندان شي او له بلې خوا به ملي اقتصاد ور سره پیاوړی او د خلکو په ژوند کې  به مثبت تغییرات راشي.»

افغانستان د سرو زرو، قېمتي ډبرو، لیتمیو، اوسپنې، کوبالتو، مسو او یو شمېر نورو طبیعي منرالونو او نورو کاني زېرمو له درکه یو بډایه هېواد ګڼل کېږي.

 د یوه اټکل له مخې، د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت له ۳ ټرېلیونو ډالرو زیات ښودل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist