Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ډینګي ناروغي زیاته شوې

ننګرهار کې د ډینګي ناروغي زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند انتاني ناروغیو د تشخيص او درملنې مرکز، د ډینګي پر ناروغۍ  د ګڼ شمېر اخته ناروغانو کوربه دی.

مسوولین وايي، دغه روغتون ته په يوه شپه ورځ کې پر ډینګي ناروغۍ اخته ۴۱ ناروغان د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.

پر ډینګي د اخته ناروغانو د کورنۍ غړي وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په سیمه کې دغه ناروغي ډېره شوې او له سرپرست حکومته غواړي چې د مخنیوي او درملنې لپاره یې لاس په کار شي.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي: « د ډینګي ناروغي ډېره زیاته شوې ده. له پنځو نیولې تر شلو کسانو هره ورځ دغه روغتون ته راځي. ما خپل زوی راوستی، وینه یې ورکړې او ښکاري چې په همدې ناروغۍ اخته دی.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی وايي: « د ډینګي ماشې ډېرې زیاتې شوې دي؛ دلته هره ورځ ناروغان راځي. تبه، زکام، درد او هرڅه ورسره وي، خو له بده مرغه په دې ساحه کې درمل نه شته؛ ډاکټران ډېر پابند دي خو څه ورسره نه وي، ناروغانو ته به څه ورکړي.»

 د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین مومندره، بټي کوټ، غني خېل او لعلپوره هغه ولسوالۍ ګڼي چې په خبره یې د ډینګې ناروغۍ مثبتې پېښې په کې ډېرې دي.

د دوی په خبره، یادو ولسوالیو ته د روغتيايي ټيمونو او کافي درمل پر لېږلو سربېره، د ډینګي غوماشو د ختمولو لپاره د درمل پاشلو ټیمونه هم استول شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي: «مومندره ده، بټي کوټ، غني خېل، کابل کېمپ او لعپوره، په دغو ولسوالیو کې ډینګي ډېره ده. هغه سیمو ته چې له پاکستان څخه موټر راځي، د ډینګي واقعات ډېر له هغو څخه را انتقال شوي او په دې ولسوالیو کې یې سرایت کړی. خو اوس د ګرمۍ موسم کم شوی او خلک پشه خانې نه لګوي او ځان نه ساتي؛ د خلکو د بې احتیاطۍ له امله واقعات زیات شوي، خو زموږ ټول ټیمونه په ساحه کې کار کوي او داسې څه نه شته چې چا ته دې رسېدنه نه وي کړې.»

ډاکټران د ډینګي خپرېدلو د مخنیوي لپاره د اوبو ډنډونو له منځه وړل او همدارنګه د پشه ‌خانو استعمال مهم بولي او ټینګار کوي چې فردي روغتیا ساتنه او حفظ‌ الصحه هم د دې ناروغۍ د انتقال په مخنیوي کې مهم رول لري.

د انتاني ناروغیو متخصص محمد نظیف شینواری وايي: « له ولاړو اوبو باید مخنیوی وشي، په کومو اوبو کې چې کلورین اچول کېږي، باید په ۲۴ ساعتونو کې یوځل تبدیل شي، که دا اوبه ډېرې ځنډنۍ شي نو د ډینګي ماشې په کې تکثر کوي.  همدارنګه باید پشه خانې ولګول شوي، دروازو او کړکیو ته هم جالۍ ونیول شي؛ ترڅو پورې روغ کسان وساتل شي.»

د ډینګي ویروسي ناروغۍ پېښې په پاکستان کې ډېرې وې، خو له دې هېواد افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر له پیل راهیسې، دغه ناروغي هم را لېږدول شوې او په ختيځو ولایتونو کې مخ پر ډېرېدو ده.

ډینګي یوه انتاني ناروغي ده چې پرې د اخته کسانو د وینې سپین کرویات کمېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist