Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

د کندوز حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد ابراهیم حلیم وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۰ زره مېرمنو دغه روغتون ته مراجعه کړې او۱۰ مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی چې په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته ور وړل شوې وې.

د حلیم په خبره، له ۵ زرو زیات ولادتونه په نارمل بڼه شوي او شاوخوا ۱ زر او ۲۴۶ نور یې د سزارین عملیاتو له لارې شوي.

حلیم په دې اړه وايي: « په تېرو شپږو میاشتو کې د کندوز حوزوي روغتون ته شاوخوا ۱۰ زره اناثیه ناروغانو مراجعه کړې چې په کې ۵ زره ۵۸۸ تنو نارمل ولادت کړی او ۱ زر ۲۴۶ نور د ماشوم له امله عملیات یا سزارین شوي دي. په دې کې موږ ۱۰ تنه فوتي واقعیات لرو او ښيي چې د مړینې پېښې ډېرې کمې دي.  زموږ متخصصین په ډېر لوړ مورال سره کار کوي، شپه او ورځ د مراجعینو په خدمت کې دي او له همدې امله د مړینې کچه کمه شوې. په نسايي ولادي څنګه کې کارونه ډېر ښه روان دي.»

یو شمېر مېرمنې چې له بېلابېلو ولایتونو یې د زېږون لپاره کندوز حوزوي روغتون ته مراجعه کړې، د ډاګترانو له چلن خوښې دي خو وایي، روغتون کې ښځينه ډاکټرانې کمې دي او اړین درمل نه ورکول کېږي.

د دوی په خبره، بېوزله کورنۍ له روغتون د باندې  د درمل اخیستلو وس نه لري.

په روغتون کې د بستر ناروغ سره راغلې مېرمن وايي: «له ګاونډ ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ناروغان دلته را استول کېږي، خو دلته که څه هم متخصص ډاکټران شته خو شمېر یې کم دی او نه شي کولی دومره ډېرو ناروغانو ته رسېدنه وکړي. موږ هیله لرو چې دلته نور ډاکټران، نرسان او قابله ګانې جذب شي. دلته زیات خدمت کېږي خو درمل نه شته، ناروغان اقتصادي ستونزې لري، هر ناروغ ته نسخه ورکول کېږي چې دستکش، درمل او نور توکي له بازار راوړي.»

د یوه بل ولادي ناروغ پایواز وايي:« موږ روغتون ته خپل ولادي ناروغ راوړی و، زیږون یې نورمال و او ډاکټرانو ښه همکاري وکړه. زموږ هیله دا ده چې په دې روغتون کې د ډاکټرانو تشکیل ډېر کم دی او باید زیات شي، ځکه چې د ناروغانو شمېر زیات دی او له هر طرف او اطرافونو راځي، د درملو وس نه لري او بیا روغتون کې ورسره همکاري وشي.»

روغتون ته یوه بله مراجعه کوونکې مېرمن وايي: « د ډاکټرانو شمېر کم دی، ځینې کسان درمل اخیستلی شي خو ټول خلک درمل نه شي اخیستلی.»

د کندوز حوزوي روغتون مشر محمد ابراهیم حلیم هم مني چې تشکیلات یې کم او په روغتون کې د پام وړ درمل نه شته، خو وايي، هڅه کوي چې هم د تشکیل ستونزه هواره او هم د درملو لپاره اړینې لارې چارې ولټوي.

هغه زیاتوي: « لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده، د افغانستان د روغتیا برخه له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د موسسو له خوا پرمخ وړل کېده او ټول امکانات هغوی ورته برابرول. له تېر کال راهیسې چې آی.سي.آر.سي د افغانستان روغتونونه تمویلول، خپل خدمات یې یو دم ودرول. لږ ستونزې وې خو اوس الحمدالله د امارت له بودیجې د اسلامي امارت مشرانو د روغتیا برخې ته ځانګړې بودیجه ورکړې او ډېر ژر به له دې بودیجې د ناروغانو ستونزې هوارې شي.»

کندوز کې داسې مهال د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې چې د روغتیا پالانو په وینا، له یوه پلوه دا مهال ټولې لارې خلاصې او بلخوا د ډاکټرانو له خوا خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، ترڅو د اړتیا پرمهال نږدې روغتیايي مرکز ته ورشي خپل ماشوم او مور یې د مرګ له ګواښ څخه وژغوري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist