Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونه جوړېږي

بلخ ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

په بلخ ولایت کې د هېواد د پرمختګ او صنعتي ودې لپاره یو بل ګام واخیستل شو.

د دې ولایت خلم ولسوالۍ کې د اوسپنې ویلې کولو، ګول سیخ او ګاډر د تولید یوې کارخونې د بنسټ ډبره د یوه ملي سوداګر له خوا د ۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د یو شمېر حکومتي چارواکو په شتون کې کېښودل شوه.

د کارخونې مسوولین وایي، د کارخونې په جوړېدو سره به نه یوازې د هغو ځوانانو د جلا وطنۍ مخه ونیول شي چې بهر ته د مزدورۍ لپاره ځي، بلکې هېواد به د اوسپنې ویلې کولو، ګول سیخونو، ګاډرو او نورو ودانیزو توکو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نیږدې کړي.

د کارخونې مسوول نقیب الله نظري وايي: « د دې کارخونې ګټه دا ده چې موږ کولی شو له یوه میلي تر شپږ میلي مترو پورې ګول سیخونه، جالۍ، مېخونه، نټ او بولټ او نور توکي تولید کړو او په دې سره به د افغانستان د فولادو کړۍ تکمیل شي. له دې وروسته به اړتیا نه وي چې د مېخ په څېر ګڼ نور فولادي توکي له بهر وارد کړو.»

ورته مهال، د خصوصي سکټور مسوولین د سرپرست حکومت له ملاټر او همکاریو د مننې ترڅنګ وايي، دا مهال افغانستان د ګول سیخونو په برخه کې پر ځان بسیا دی او د پخوا پرتله د اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی.

د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو ټولنې اجرائیه مشر عبدالنصیر رښتیا وايي: « موږ ته تر ټولو مهمه دا وه چې د خامو موادو له قاچاق مخنیوی وشي چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه کار وشو. موږ وکولی شول په سپین بولدک کې هغه ۶۰ زره ټنه راټوله شوې اوسپنه وپېرو چې ټاکل شوې وه ګاونډي هېواد ته صادره شي.»

د بلخ ولایت د کانونو او صنایعو ریاست مشر امام الدین سنایي زاده وايي: « زموږ ډېرو پانګوالو کارخونې جوړې کړې او زرګونه کسان په کې کار کوي، د دې ټولو علت ښه امنیت او د اسلامي امارت اقتصادي محوره پالیسي ده.»

په همدې حال کې د بلخ والي محمد یوسف وفا په دې پرانستغونډه کې د کارخونې جوړېدو هرکلی او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، هېواد کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او باید ملي سوداګر له بهر راشي او خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

وفا په دې اړه وايي:« ملي تجارانو او صنتعکارو! خپلو وروڼو ته خبر ورکړئ او ورته ووایئ چې راشي خپل هېواد ته، د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کار په موندلو کې ونډه واخلي.»

د خصوصي سکټور له مالوماتو سره سم، دا مهال  هېواد کې د فولادو د تولید۴۲ کارخونې فعاله دي چې په کې شاوخوا ۲۰ زرو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist