Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار اوسېدونکي د غیر مسلکي کسانو له خوا د یوناني درملو له پېر او پلور شکایت کوي

د ننګرهار اوسېدونکي د غیر مسلکي کسانو له خوا د یوناني درملو له پېر او پلور شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند درمسال سیمه کې به پخوا اهل هنود حکیمان ناست وو او خلکو ته به یې د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره یوناني درمل ورکول.

خو اوس چې ډېری اهل هنودو افغانستان پرېښی، په دغه سیمه کې د یو شمیر غیر مسلکي کسانو له خوا خلکو ته په خپلسرې توګه د درملو ورکول پيل شوي او خلک ترې شکايت کوي چې دا کار د ګټې پر ځای ډېر زيان لري.

د جلال آاباد ښار یوتن اوسېدونکی وايي: « مسلکي کسان نه شته او هرڅه سره لړي او خلکو ته یې ورکوي. پخوا به هندوانو سم درمل ورکول، خو اوس هرڅه غلط دي. له حکومت غواړو چې په دې اړه پلټنه وکړي او مضر درمل ټول کړي.»

همدارنګه د جلال آباد یو بل اوسېدونکي هم په دې اړه شکایت لري او وايي: « سېکانو او هندوانو به هر درمل په ضمانت او ښه کیفیت درکول، خو اوس غیر مسلکي کسان ناست دي او په خلکو درمل خرڅوي. هیله لرم د دغو کسانو مخه ونیول شي.»

ځېنې نور بیا وايي، پخوا به چې خلک له عصري طبابت نا امیده کېدل، نو د همدې درمسال مخې ته له ناستو اهل هنودو به يې له طبعي بوټو جوړ شوي بېلابېل درمل اخيستل، خو اوس دغه بازار د نامسلکي حکيمانو له لوري کمرنګه شوی.

د یوناني درملو یو تن پلورونکی وايي: « دا بازار د سېکانو او هندو باوره حکیمانو په وسیله جوړ و؛ هغوی هم په درملو او هم په ناروغیو پوهېدل. اوس هر سړی راغلی او دوکان یې پرانیستی او پر خلکو درمل خرڅوي.»

ننګرهار کې د خوړو او درملو  ادارې مسوولین وايي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې په خپلسر دې پر خلکو درمل وپلوري او  په خبره یې اوسمهال یې په دغه برخه کې خپل څار ډېر کړی.

مسوولین زیاتوي، پخوا به یوناني درمل له پاکستان په قاچاقي ډول راوړل کېدل، خو اوس یې د دې چارې مخه هم نیولې ده.

د ننګرهار خوړو درملو ریاست د درملیزو محصولاتو آمر ډاکټر اول ګل خادم وايي: « دا خلک مو یو څه کنټرول کړي او پاتې نور به هم د وخت او اصولو سره سم کنټرول او مسلکي کوو. کله چې موږ راغلو په دې ساحه کې رسمي حکیمي درملتونونه نه وو او غیر رسمي درمل جوړېدل او قاچاقي هم راتلل؛ اوس تر ډېره حده د قاچاقي درملو مخه هم نیول شوې ده.»

د ننګرهار په درمسال سیمه کې نه یوازې خلکو ته په خپلسر درمل ورکول کېږي، بلکې دغلته له یو شمېر کسانو د تعویذ او مهرو دم کولو لپاره هم په زرګونه افغانۍ اخیستل کېږي چې هېڅ ګټه نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist