Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امام ابوحنیفه نندارتون کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

د امام ابوحنیفه نندارتون کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

په کابل کې د امام ابوحنیفه  درېیم ملي او نړیوال نندارتون چې اوونۍ وړاندې پیل شوی وه،  د شنبې پر روځې د (۱۴۰۳ کال د تلې پر ۲۱ مه) له لاسته راوړنو ډک پای ته ورسېد.

د دې نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه ډول نندارتونونه د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په برخه کې مهم وبلل او په خبره یې هغه هېوادونه چې افغان سوداګر په کې له ستونزو سره مخ دي، د ستونزو هوارولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: « دغه ډول نندارتونونه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له خوا د فرصتونو، همکاریو او تجربو شریکولو لپاره غوره چانس وي. تمه لرو چې په دې ناستو کې له شته امکاناتو ګټه واخلئ. موږ په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د افغان سوداګرو او پانګوالو شته خنډونه او ستونزې له منځه یوسي. افغان پانګوالو ته د ستونزو جوړول، د لارو بندول او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړول به د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ اقتصادي همکاري او اړیکې زیانمنې کړي.» 

د چارواکو په خبره، له دې نندارتون په یوه اوونۍ کې شاوخوا۷۰۰ زرو کسانو لیدنه کړې او سربېره پر دې، د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د پخوا په پرتله په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او له پانګوالو غواړي چې د افغانستان خصوصي سکټور له نړۍ سره د وصل په برخه کې مرسته وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « هیله لرو چې زموږ پانګوال د افغانستان خصوصي سکټور له اروپا او نړۍ سره ونښلوي.»

بله خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پانګوالو ته د ځمکو د وېشل پيلولو خبره کوي او زیاتوي، نیږدې ورځو کې به د ټول هېواد پر کچه پانګوالو ته د ځمکو وېش پيل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله ذاهد وايي: « د پانګونې په برخه کې زموږ دویمه لویه ستونزه د ځمکو د وېش موضوع وه. په دې اړه جوړ شوی قانون د امیرالمؤمنین له خوا منظور شوی او په لنډ وخت کې به د ځمکو وېش پیل شي. تر اوسه پورې د پانګونې لپاره شاوخوا ۹۰۰ عریضې ترلاسه شوې او دا مهال تر پروسېس لاندې دي. په ډېرو لنډو ورځو کې به د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې د ځمکو وېش پيل شي.»

بل لور ته د اقتصاد وزارت مسوولین په تېرو درېیو کلونو کې د افغانۍ ارزښت ساتل، د سترو ملي پروژو عملي کېدل او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول له خپلو لاسته راوړنو بولي او په خبره یې، سرپرست حکومت په هېواد کې متوازنې پراختیا او انکشاف ته ژمن دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « موږ په شفافه توګه د مالیاتو راټولولو، د صادراتو پراخولو، د تورم او انفلاسیون د کنټرول او کچې کمولو او د ملي پیسو په ثبات ساتلو کې د سیمې پر کچه له بریالیو نظامونو یو. همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کړې چې د بهرنۍ پانګونې په جلب او جذب کې جدي ګامونه پورته کړي او د دې ستر نندارتون جوړول په همدې لاره کې تحلیل او ارزول کېږي.»

 د  امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې ۷۰۰ غرفې اېښودل شوې وې، چې له ډلې یې ۱۲۵ هغه ښځو ته ځانګړې وې او ترڅنګ یې له ایران او نورو هېووادونو څخه۷۰ شرکتونو هم ګډون درلود.

مسوولین وايي، په دې ۷ ورځيني نندارتون کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي پلورل شوي او دغه راز د کورنیو سوداګرو ترمنځ څه باندې۶۰ میلیونو افغانو په ارزښت د ۳۲۴ قراردادونو هوکړې لاسلیک شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist