Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو ځل بیا په نږدې راتلونکي کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدو خبر ورکړی.

د دغې خونې مسوولین وایي، د افغاني تولیداتو د ودې او غوړېدو په موخه یې هوډ کړی چې دغه نندارتون په کابل کې پرانيزي.

 د دوی په خبره، په دې نندارتون کې به د افغان صنعت‌ کارانو ترڅنګ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو صنعتکاران هم ونډه ولري.

دوی زیاتوي، د امام ابو حنیفه په درېیم نندارتون کې به ۷۰۰ غرفې کېښودل شي چې ۴۰۰ به یې کورنیو او پاتې نورې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې وي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس یونس مومند وايي: « هڅه به وشي چې دغه نندارتون د افغانستان د خلکو لپاره یو اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي. په دې نندارتون کې به ۷۰۰ غرفې وي چې ۳۰۰ به یې بهرنیو او ۴۰۰ کورنیو تولیداتونو ته ځانګړې شي.»

مومند همدارنګه وایي، هڅه کوي، په هېواد کې د صنعتي نندارتونونو له لارې سیمې او نړۍ سره اړېکې ټینګې کړي.

 د مومند په خبره، د صنعتي نندارتونونو له لارې به افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو هڅه وشي.

هغه په دې اړه وايي: « دغه نندارتون د افغانستان په زړه کابل ښار کې جوړېږي او شپږ ورځې به دوام کوي. د دې نندارتون موخه په کور دننه او نړۍ ته د افغانستان د تولیداتو معرفي کول دي. موږ دغه نندارتون ته له بهر څخه داسې شرکتونه را بللي چې د کارخونو او تولید په برخه کې فعالیت لري. د بېلګې په توګه، د لومړي ځل لپاره به د جاپان هونډا شرکت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.»

په ورته مهال، د ایران د نندارتونونو مسوول بیا ویلي، هڅه کوي له افغانانو سره د صنعت په وده کې اوږه په اوږه وړاندې لاړ شي.

علي رضا صدر زاده په خبرخ، ایراني صنعت کاران لېواله دي چې د افغانستان د کانونو استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه:« ډېری هغه ایراني شرکتونه چې په دې نندارتون کې به ګډون ولري، صنعت او ټکنالوژي افغانستان ته راوړي. د نندارتون ډېره کوچنۍ برخه محصولاتو ته ځانګړې ده، خو لویه برخه به د افغانستان د کانونو په استخراج او د هغو توکو د تولید په اړه وي چې په افغانستان کې یې د تولید ظرفیت شته.»

ټاکل شوې ده، چې په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون د روانې تلې یا میزان میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل او تر یوې اوونۍ دوام ولري.

د یادونې ده چې د “امام ابوحنيفه” په نامه د ملي او نړيوالو سوداګريزو توکو لومړی او  دویم نندارتون هم تر دې وړاندې په کابل کې جوړ شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist