Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۶۰ سلنه کمه شوې

الکوزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۶۰ سلنه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې له راکمېدو خبر ورکوي او وايي، دغې ستونزې د دواړو هېوادونو پراقتصاد منفي اغېز کړی.

د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي، روان کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له دوه میلیارده ډالرو  ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته ښکته شوې چې لامل یې د سوداګرۍ په تړاو د پاکستان ناسم سیاست دی.

د الکوزي په خبره، د سوداګرۍ ترڅنګ له پاکستان سره د ټرانزیت کچه هم په بې سارې توګه راټیټه شوې.

الکوزی زیاتوي: « په کلني ډول له ۱۰۰ زرو لاریو زیات ټرانزیت کېده چې اوسمهال ۱۰ تر ۱۵ زرو ته ښکته شوی. د دې ټولو لپاره خدمات وړاندې کېدل؛ هرکال تر دوه میلیارده ډالرو پورې خدمات، انتقالات او ټرانسپورټ ورکول کېده خو اوس ټول له منځه تللي. دا هم د پاکستان د اقتصاد لپاره لوی زیان دی او هم د افغانستان. په دې وروستیو کې پاکستان د خبرو اترو دروازې په بشپړه توګه تړلې دي. په دې سره زموږ تجارت تر ۶۰ سلنو راټيټ شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې له بل ګاونډي هېواد ایران سره د افغانستان سوداګري ډېره شوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پالیسۍ مرستیال محمد انور عارفي وايي، په وروستیو کې له ایران سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري او د سوداګریزې راکړه ورکړې ارزښت تر ۳ میلیارد ډالرو رسېدلی.

عارفي زیاتوي: « موږ له ایران سره ښې اړیکې لرو؛ هم واردات او هم صادرات لرو. دغه راکړه ورکړه تقریبا ً ۳ تر ۴ میلیارده ډالرو رسېږي.»

الکوزي وايي، پاکستان د بېلابېلو پلمو په جوړولو سره د تورخم او انګور اډې لارې تړلې دي او همدا راز یې په سپین بولدک، غلام خان او ډنډ پټان کې ستونزې جوړې کړې او دغو ستونزو د صادراتو په برخه کې افغان سوداګرو ته زیانونه اړولي.

د الکوزي په خبره، پاکستان د سیاسي او امنیتي ستونزو ترڅنګ ادارې ستونزې هم جوړوي او د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف د افغانستان له ټرانزیت څخه لس سلنه ټکس اخلي.

الکوزی زیاتوي: « یوه نیمه میاشت کېږي چې د تورخم لاره بنده ده او دغه راز ۷ میاشتې کېږي چې د انګور اډې لارهم تړلې. په بولدک، ډنډ پټان او غلام خان کې هم ستونزې شته. پاکستان هر وخت بهانې لټوي او اوس یې د نورو ستونزو ترڅنګ اداري ستونزې هم را پيدا کړې دي. پاکستان د ټرانزیت د نړیوالو قوانینو په خلاف له موږ څخه ۱۰ سلنه محصول اخلي.»

په ورته وخت کې افغان سوداګر وايي، پاکستانی لوری هرکال د افغانستان د تازه مېوو د فصل پرمهال په تورخم او نورو لارو کې قصدي ستونزې جوړوي او لارې تړي چې دې کار یې افغان سوداګر زیانمن کړي دي.

له دې سره، د سوداګرۍ خونه د ستونزې هوارولو ژمنه کوي او وايي، د پاکستان پرځای د سوداګرۍ او ټرانزیت لپاره پر نورو بدیلو لارو غور کوي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.

د هوايي دهلېزونو ډېرول، د مرکزي آسیا هېوادونو سره راکړه ورکړه پراخول، له چاه بهار بندر ګټه اخیستل او دغه راز په کور دننه له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستل هغه لارې دي چې د سوداګرۍ خونه یې له پاکستان سره د سوداګریزې راکړه ورکړې د بدیل په توګه وړاندې کوي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي ‌زاده وايي: «زموږ سوداګر او تجارت زیات زیانمن شوي او خپله پانګه یې بایللې ده. ناڅاپي غږ کېږي چې د تورخم لاره وتړل شوه؛ زموږ په ترکاریو او مېوه جاتو بار لارۍ درول کېږي او هرڅه په کې له منځه ځي.»

همدارنګه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ریيس خانجان الکوزی  وايي: « له پاکستان سره زموږ ټرانزیت د ختمېدو په حال کې دی؛ ځکه نو موږ په بدیلو لارو فکر کړی او ډېر ژر به له دې ستونزو خلاص شو. یوازې زموږ تازه مېوه، کرنیز محصولات، کاني او معدني مواد چې په کال کې له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات پاکستان ته صادرات لرو، اوس ټول له ستونزو سره مخامخ دي.»

که څه هم افغانستان د جغرافیايي موقیعت له پلوه د آسیا د سوداګرۍ څلورلاره بلل کېږي، خو سمندر ته  د لارې نه لرلو له امله خپله سوداګري او ټرانزیت د ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کوي.

 پاکستان او ځينې نور هېوادونه ډېر کله د دغې سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو زیان یې د دواړو هېوادونو سوداګرو او ولسونو ته رسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist