Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: د کاسا زر پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

د ټاپي پروژې د عملي کارونو له پيل وروسته، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د کاسا زر پروژې عملي چارې هم چې له منځنۍ آسيا څخه سوېلي آسيا ته د برېښنا انرژي لېږدوي، بېرته پيل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، د یادې پروژې عملي کارونو پيلولو په اړه يې د پروژې له شريکو هېوادونو سره خبرې کړې او ډاډ يې ترلاسه کړی چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

د نوموړی په خبره، د دې پروژې له بشپړېدو سره سم به افغانستان په کافي اندازه برېښنا ترلاسه او د  کابل په ګډون به پر يو شمېر نورو ولايتونو هم ووېشل شي.

متقي په دې اړه وايي: « همدارنګه داسې یو باور رامنځته شوی چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې رامخته کېږي. لکه څرنګه چې د یو شمېر لویو پروژو کارونه پيل شول، همداسې به د کاسا زر او افغان ټرانس پروژو عملي کارونه هم ډېر ژر پيل شي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژې د عملي چارو له پیل سره به ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره او په کور دننه به د صنعتکارانو ستونزې هم حل شي.

دوی وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به هغه پانګوال هم بېرته هېواد ته را ستانه او پانګونه به وکړي چې له هېواده بهر يې پانګونه کړې.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د کمښت له امله ډېر کله د ازبېکستان او تاجیکستان په وارداتي برېښنا کې ستونزې راځي، خو له کاسا زر سره به دا ستونزې هوارې شي او خلک به ارزانه برېښنا ترلاسه کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی، نو د کاسا زر پروژې په پلي کېدو سره به نورو پروژو ته هم لاره هواره شي.

دوی له سرپرست حکومت څخه د یادې پروژې د عملی کارونو د ژر پيلولو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز  په دې اړه وايي: « که چېرې کاسا زر پروژه تطبیق شي، له دې سره به سوېلي آسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لاړه شي. په دې پروژه کې به نه یوازې افغانستان ته برېښنا ورکړل شي بلکې د ټرانزیت په برخه کې به هم افغانستان ته اقتصادي ګټه راوړي. دا پروژه به نه یوازې د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي بلکې د نورو پروژو له تطبیق سره به هم مرسته وکړي.»

کاسا زر له قرغيزستان او تاجیکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد لویه پروژه ده. د کاسا زر پروژه له منځنۍ آسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته داخلیږي او بیا له کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره، خيبرپښتونخوا او پاکستان ته اوړي.

د دې پروژې ټول لګښت ۱.۱۷ میلیارده ډالر اټکل شوی چې په تېر کې نړیوال بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنه کړې وه. د یادې پرژوې له بشپړېدو سره به هر کال افغانستان ته ۷۵میلیون ډالر د ټرانزیټ حق هم ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist